ژبه

په خوست کې د تېزابو دوه سوداګر نيول شوي

هدايت الله خوستى

۲۹ غویی ۱۳۹۲ - ۱۴:۳۵

Views: ۴۸

خوست (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): د خوست ښار د صنفي اتحاديې مسوولين وايي، چې په دغه ښار کې د ملي امنيت رياست منسوبينو د تېزابو دوه سوداګر د ترهګرۍ په تور نيولي دي.

د صنفي اتحاديې مشر کرامت خان خپلواک په هغې غونډه کې، چې نن (د غويي ٢٩مه) د سوداګرۍ او صنايعو په دفتر کې جوړه شوې وه وويل، چې ملي امنيت لس ورځې مخکې د تېزابو دوه سوداګر نيولي دي.

نوموړى زياتوي، ملي امنيت دغه سوداګر ځکه په ياد تور نيولي،چې ګواکې په چاودېدونکو توکو کې د کاروونکو تېزابو کاروبار کوي.

خپلواک پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې دغه تېزاب په ماينونو او چاودېدونکو توکو کې نه، بلکې د موټرو په بطريو کې کارول کېږي.

د ده په وينا، مخکې له دې چې دغه تېزاب وکتل شي، سوداګرو ته دوسيه جوړه شوه او عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شول.

د خوست د ملي امنيت څارنوال غلام رسول خپلواک مني، چې څو ورځې وړاندې په خوست ښار کې د تېزابو پلورونکي د ملي امنيت له لوري نيول شوي دي.

نوموړی وايي، دغه دوه کسان دا مهال له دوی سره په بند کې دي او دوسيه يې په جريان کې ده.

څارنوال زياته کړه، چې ياد کسان به په نږدې ورځو کې د تضمين په اخيستو خوشي شي، خو دوسيه به يې په جريان کې وي.

دى وايي، د تېزابو په پلورلو بنديز لګېدلى او د بنديز لرې کول د دوى نه بلکې د مرکز کار دى.

په خوست ښار کې د تېزابو يو پلورونکى رحيم الله ګربز وايي، هغه تېزاب چې دوی يې خرڅوي د ګوګړو تېزاب دي او په چاودېدونکو توکو کې ترې کار نه اخيستل کېږي.

د هغه په خبره، که پر دغو تېزابو بنديز ولګول شي نو سوداګرو ته څه چې ټول خوست مېشتو ته به زيان ورسېږي.