ژبه

د يوه طالب قوماندان په ګډون دوه تنه ووژل شول

تمکين

۲۹ غویی ۱۳۹۲ - ۱۹:۳۸

Views: ۱۴۱

شبرغان(پژواک٢٩غويى٩٢): د جوزجان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې ديوه طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

دجوزجان دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد زمان حسيني د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګرددغه ولايت د کشته پې ولسوالۍ د تراغلي په سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د حسيني په وينا، په دغه نښته کې دملا خير په نوم د وسله والو طالبانو د قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه نښته کې امنيتي ځواکونو دوه ميله کلاشينکوفونه، يوميل راکټ ،يوميل زره بين او څلور عرادې موټرسايکلونه نيولي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسينو ته په ليږلي پيغام کې دنښتي رامنځته کيدل رد کړي دي.

هغه وژل شوي کسان ملکي وګړي بللي دي.