کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د هندوستان چارواکو ته يې د غوښتونکو پوځي وسايلو لېست ورکړى دى.
د رايـټرز خبري اژانس د خبر له مخې، ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې د غبرګولي په لومړۍ نېټه کابل ته تر ستنېدو مخکې د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه وړمه ورځ هندوستان ته په دوه ورځني سفر تللى و او تېره ورځ يې د نورو ليدنو ترڅنګ د هندوستان له ولسمشر پرناب موکرجي او لومړي وزير ډاکټر منموهن سينګ سره هم وليدل او په بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.
ولسمشر کرزي په ياده خبري غونډه کې ويلي، چې له هندي چارواکو سره يې د خبرو پر مهال هغوى ته د پوځي وسايلو د غوښتنې يو لېست سپارلى دى.
نوموړي زياته کړې: ((موږ د يو شمېر پوځي وسايلو لېست چې ورته اړتيا لرو، د هندوستان د حکومت پر وړاندې کېښود.))
ولسمشر کرزي ويلي، اوس په هندوستان پورې اړه لري، چې په دې برخه کې له افغانستان سره څومره مرسته کولى شي.
که څه هم ولسمشر کرزي په دغه لېست کې د غوښتل شوو پوځي وسايلو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ځينو هندي رسنيو ويلي، چې په دې ١٠٥ ملي متره توپونه، يو شمېر الوتکې او پوځي ټرکونه او وسايط شامل دي.
د هندوستان حکومت تر اوسه د ولسمشر کرزي د دغو غوښتنو په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى، خو يوې بلې دولتي سرچينې ويلي چې هندوستان لا د مخه ځيني پوځي وسايل افغان حکومت ته ورکړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اکبرالدين د ولسمشر کرزي له سفر مخکې ويلي وو، چې که د افغانستان حکومت ترې د وسلو غوښتنه وکړي، دوى به پرې غور وکړي.
د يادونې ده، چې هندوستان په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکى دى او تر ٢٠١٤ کال وروسته يې د وسله والو د فعاليتونو پر زياتېدو او د نا امنيو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
کتونکي وايي، که چېرې هندوستان د افغانستان غوښتنې ومني او افغانستان ته وسلې ورکړي، نو دغه کار به د پاکستان لپاره د خطر له زنګ څخه کم نه وي.
د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، چې له هندوستان څخه د وسلو غوښتنه به د افغانستان او پاکستان اړيکې نورې هم خرابې کړي او که چېرې افغانستان دا وسلې او پوځي وسايل له هند څخه ترلاسه کړي، نو پاکستان به تر فشار لاندې راشي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې هند به هېڅکله عصري پوځي وسايل افغانستان ته ورنه کړي، ځکه چې د ده په وينا، له دغه کار سره يې امريکا مخالفت کوي.
د حقيار په وينا، د افغانستان د غوښتنو په ځواب کې به هندوستان له امريکا سره مشورې کوي او د امريکا تر اجازې وروسته به په دې پرېکړه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP