Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

والي: اى اس اى په بدخشان کې وسله والو مخالفينو ته د اډو جوړلو هڅه کوي

فيض اباد (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٢): په بدخشان کې د پنځو وسله والو مخالفينو په وژل کېدو سره د ياد ولايت والي وايي، چې د پاکستان د استخباراتو سازمان د ياد ولايت په غرنيو سيمو کې وسله والو مخالفينو ته د اډو جوړولو په هڅه کې دي.

 د بدخشان د والي وياند عبدالروف راسخ وايي، چې دغه پنځه وسله وال مخالفين پرون د شهر بزرګ ولسوالۍ په داون سيمه کې د امنيتي ځواکونو د څلور ساعته نښتې په ترڅ کې وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونه له پوستو څخه د لېدنې په موخه هلته تللي وو، چې د وسله والو  له مقاومت سره مخ شول.

 راسخ زياته کړه، چې د طالبانو نظامي مرستيال مولوي رياض الدين له خپلو څلورو ساتونکو سره يو ځاى په تېښته بريالى شوى او امنيتي ځواکونو ته د يادې نښتې په ترڅ کې کوم زيان نه دى اوښتى.

 بلخوا د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي، چې پاکستاني استخبارات ( ISI ) د ياد ولايت په غرنيو سيمو کې د نويو جنګي اډو د جوړولو په هڅه کې دي.

 نوموړي پرون په هغه غونډه کې، چې د سلګونو تنو په ګډون د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې رابلل شوې وه، وويل:” بدخشان په تېرو کې د مقاومت سنګر و، خو زموږ د وطن دوښمنان په ځانګړي ډول د پاکستان اى اس اى  غواړي دغه سنګر مات کړي او غواړي، چې د چترال او نورستان له لارې خپله اکمالاتي لاره پرانيزي او د شمال سيمې نا امنه کړي.”

 اديب د دغو سيمو نومونه په ډاګه نکړل، خو زياته يې کړه، چې له دغه کار څخه د القاعده او وسله والو مخالفينو موخه د بدخشان له لارې د منځنۍ اسيا ناامنه کول او چين ته د ورېښمو لارې په مخ کې خنډ جوړول دي، چې د بدخشان چارواکو يې په دې وروستيو کې د کار چارې پيل کړې دي.

 

د بدخشان والي ګواښ وکړ، چې د هوا په ګرمېدو سره د جګړې ګواښ ډېريږي او بايد له پاکستان سره د بدخشان پر ګډه پوله د امنيتي ځواکونو تدابير ډېر شي.

 بدخشان د هېواد د شمال ختيځ زون يو غرنى ولايت دى، چې له پاکستان، چين او تاجکستان سره ګډه پوله لري.

 دا په داسې حال کې ده، چې د روسيې ايتارتارس خبري اژانس د تاجکستان د ملي امنيت د سرچينو په حواله ويلي و، چې په اغلب ګومان يوه ډله طالبان د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې سره راغونډ شوي، چې له همدې امله تاجکستان له بدخشان سره په ګډه پوله کې خپل امنيتي تدابير ټينګ کړي دي.

خو د بدخشان سيمه ييزو چارواکو د اشکاشم ولسوالۍ په ګډون د تاجکستان پر پوله د وسله والو ډلو شتون رد کړى دى.

 د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، په بدخشان کې د بهرنيانو شتون رد کړى او ويلي يې دي، چې طالبان د بدخشان په ګډون د هېواد په هره بله برخه کې شتون لري، خو د هغوى فعاليت د نورو هېوادونو پر ضد نه دى او طالبان خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې د طالبانو له خوا به دوى له هيڅ ډول ستونزو سره مخ نه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.