کابل (پژواک، ٢غبرګولى ٩٢): د ملي امنيت رياست وايي، چې تېره شپه يې په کابل کې يو ترکى سوداګر د تښتوونکو له منګولو خلاص کړى دى.
د ملي امنيت رياست مرستيال وياند شفيق الله طاهري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې ترکى سوداګر سامع نومېږي او شاوخوا ١١ ورځې وړاندې د کابل ښار د تايمني له سيمې ناپېژاندو کسانو تښتولى و .
نوموړي وويل، چې سامع تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې له تښتوونکو تر ژغورلو وروسته په کابل کې د ترکيې سفارت چارواکو ته روغ رمټ سپارل شوى دى.
طاهري وويل ، چې تر دې مهاله د دې سوداګر د تښتولو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو تښتوونکي په نښه شوي او د ملي امنيت موظفين يې د نيولو په هڅه کې دي.
ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه ترکى سوداګر د کابل ښار څنډه کې په يوه کور کې ساتل کېده.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن