کابل ( پژواک، ٢ غبرګولى ٩٢ ) : د پاکستان د بلوچستان ايالت په کويټې ښار کې د يوې چاودنې له امله د لسو پوليسو په ګډون ١٢ تنه ووژل شول.
دا چاودنه د غبرګولي په ٢مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د کويټې ښار په باى پاس سيمه کې وشوه.
د کويټې د پوليسو مشر فياض سنبل د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل ، چې چاودېدونکي توکي په يوه رېکشا کې ځاى پر ځاى شوي وو او هغه مهال ورته چاودنه ورکړل شوه، چې د پوليسو يو غټ موټر له سيمې څخه دتېرېدو په حال کې و.
سرچينه زياتوي ، چې په دې چاودنه کې لس پوليس او دوه عام وګړي وژل شوي او تر ٢٠ زيات نور پوليس او عام خلک ټپيان دي.
فياض وايي، چې په دې چاودنه کې تر سل کيلو ګرامو زيات چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.
د پېښې ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي ، خو دهغوى د ورغتيايي حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP