Language

“د غزني ګيلان کې ٣٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې”

غزني ښار (پژواک ۴ غبرګولی ۹۲): چارواکي وايي، چې نن سهار د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د  ګيلان ولسوال محبوب الله د غبرګولي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د دې ولسوالۍ د ايشان کلا په سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

 هغه زياته کړه، چې په دې دوه نيم ساعته جګړه کې ۱۶ وسله وال ووژل شول او۲۱ نور ټپيان شوي، وسلې او مهمات يې هم په سيمه کې پاتې دي.

د ولسوال په وينا، په دې نښته کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سخي داد ټپي شوی او د ده يو ساتونکى وژل شوی دى.

خو عيني شاهدان  بياوايي، چې په دې نښته کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سخي داد هم وژل شوی دى.

د ګيلان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدخالد پژواک ته وويل، چې نن سهار د دې ولسوالۍ د ايشان کلاپه سيمه کې د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ درنه نښته رامنځته شوه.

د هغه په وينا، د سيمه ييزو پوليسوقوماندان سخي داد له دوو نورو پوليسو سره ووژل شو او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم ياده نښته مني او زياتوي ، چې په دې نښته کې ۶ سيمه ييز پوليس وژل شوي اودرې نور ټپيان دي.

د مجاهد په خبره، چې په دې نښته کې د دوى ۳ ملګري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي  او په سيمه کې اوس هم نښته روانه ده.

د يادونې  ده، چې تېره ورځ ماښام د دعخ ولايت د اندړو ولسوالۍ په يوه جومات کې د يوې چاودنې له امله څلور طالبان او پنځه کليوال وژل شوي دي.