مزارشريف ( پژواک ٥ غبرګولى ٩٢ ): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لسګونو جوړو هلکانو او نجونو د واده مراسم ترسره شول .
دغه ډله ييز واده، چې د غبرګولي په ۵مه، د مزارشريف ښار په همسفر هوټل کې ورته پروګرام نيول شوی و، د دغه ښار د دوه څلويښت جوړو ودونه سره وشول.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو وکيل عباس ابراهيم زاده، چې د ياد ډله ييز واده مالي ملاتړ يې کړی و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کار يې له خپلو خلکو سره د مرستو او ملاتړ په نامه کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې په ټولنه کې لا هم ډېر داسې ځوانان شته، چې د واده کولو وس نه لري، سوداګرو ته په کار دي، چې له دغسې کورنيو سره مرسته وکړي.
عباس ابراهيم زاده، چې په خپل نامه سوداګريز شرکت هم لري، وويل، چې د ۴۲ جوړو لپاره يې د ډله ييز واده مراسم نيولو سربېره يې هرې جوړې سره د کور د اسبابو مرسته هم کړې ده.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي ۲۸ کلن محمد الله ، چې په دغه ډله ييز واده کې يې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو درې کلونو يې کوژده کړې وه؛ خو د واده وس يې نه درلود.
نوموړي زياته کړه، چې د پيسو ګټلو په موخه ايران ته هم تللى و، خو څه ګټه يې نه وه کړې.
د هغه په وينا،دی خوښ دی، چې د يو افغان سوداګر له خوا يې واده وشو او د کور يو څه اسباب يې هم ورکړ .
همداراز ۳۳کلن عتيق الله پژواک ته وويل، چې که په دغه ډله ييز واده کې يې واده نه وای کړی ،نو ممکن واده يې لا پسې ځنډېدلی وای.
نوموړي زياته کړه، چې د ورځنۍ مزدورۍ له لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي، چې د واده کولو هېڅ وس يې نه درلود.
د هغه په وينا، سربېره پر دې، چې واده يې وشو، بلکې د ده او ناوې جامې، يوه غالۍ، يوه تلويزيون او د کور داسې نور اسباب يې ورسره مرسته هم وکړه.
عباس ابراهيم زاده وويل، چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې دا درېيم ځل دی، چې د غريبو ځوانانو ډله ييز واده کوي.
نوموړي په نورو سوداګرو هم غږ وکړ، چې په ورته چارو کې ورسره مرسته وکړي.