کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
په کابل کې د ياد وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو سرتېرو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په هرات او هلمند کې دوه سرتېري وژل شوي، دغه راز په کندهار، پکتيکا، زابل او هلمند ولايتونو کې ١١ نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ټپي سرتېري بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.
وسله والو طالبانو هم په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د يو شمېر سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP