مزارشريف ( پژواک ٨ غبرګولى ٩٢ ) : په افغانستان کې د المان سفير د دغه هېواد د راتلونکو ټاکنو لپاره په مشروع تګلاره او چوکاټ ټينګار وکړ.
په افغانستان کې د المان سفير ريوديګرکيونګ د غبرګولي په ۸مه، له غرمې وروسته په مزارشريف کې د بلخ له والي عطامحمد نور سره، د راتلونکو ټاکنو په روڼتيا، د المان د مرستو په دوام او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د الماني سرتېرو په پاتې کېدو او د دغه هېواد د هراړخيزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ريوديګرکيونګ، له دغې کتنې وروسته د بلخ له والي سره په ګډه خبري ناسته کې رسنيو ته وويل، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم المان د افغانستان نږدې ملاتړی وي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغه کاله وروسته به هم په افغانستان کې د نورو هراړخيزو مرستو تر څنګ د پراختيا او اقتصادي ودې زمينه برابروي.
د هغه په وينا، دوی پرېکړه کړې، چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې به په افغانستان کې ۴۳۰ ميليونه يورو په بېلابېلو برخو کې لګوي.
د المان سفير د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل، چې راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې دي.
نوموړي زياته کړه، چې راتلونکي ټاکنې د افغانستان او افغانانو دي او يواځې افغانان يې ښه تنظيمولی شي.
د هغه په وينا، په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي په موخه بايد د افغانانو له خوا مشروع تګلاره او چوکاټ را منځ ته شي.
د بلخ والي عطامحمد نور په ياده خبري ناسته کې د المان له سفير څخه د مننې تر څنګ زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې يې ورته د ځينو مشخصو پروژو د پلي کولو وړانديزونه وکړل.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت د پوهنتون په نوې جوړېدونکې ودانۍ کې د يوه پوهنځي د ودانۍ د جوړېدو او د ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ۳۰ کيلو مترو پورې د سړکونو د قير کولو وړانديزونه يې ورته کړي دي.
المان په افغانستان کې شاوخوا څلور زره سرتېري لري، چې ډېر يې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي.
دغه هېواد تر ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو په نوي روزنيز ماموريت کې د ٨٠٠ سرتېرو د پاتې کولو اعلان کړى دى.