مزارشريف ( پژواک ٨ غبرګولى ٩٢ ) : د شمال ځينو ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې ځان وژونکې حملې، د شريعت له مخې مطلقې حرامې وګڼلې.
د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو ديني عالمانو ، د څرخي پل په زندان کې د نهضت اسلامي د شهيدانو د ۳۴ام کال په تلين غونډه کې په ټاکنو کې برخه اخيستل شرعي مسئله وګڼله او تر څنګ يې ځان وژونکې حملې د شريعت له مخې، حرامې وګڼلې.
دغه تلين غونډه، چې د غبرګولي په ۸مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې جوړه شوې وه، د بلخ ولايت د ديني عالمانو د شورا له غړيو سربېره د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
د بلخ ولايت د ديني عالمانو د شورا غړي مولوي اسدالله حضرت يار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شريعت له مخې، هر قتل حرام دی او د وژونکي ځای يې دوزخ دی.
نوموړي زياته کړه: ((په انتحاري حملو کې، چې سلګونه بې ګناه انسانان پکې وژل کېږي، مطلق حرامې دي، په دې کې هېڅ شک نه شته، شريعت حرامې کړي، خدای حرامې کړي او قران حرامې کړې دي.))
د هغه په وينا، ځان وژونکې حملې وحشي او شوم عمل دی.
د يادې غونډې ځينو ديني عالمانو د ځان وژونکو عملونو د غندلو تر څنګ د اسلام له نظره د ټاکنو په ارزښت هم خبرې وکړې.
د بلخ د علماوو د شوار بل غړي مولوي عبدالبصير وويل، هغه کسان، چې ځان وژونکې حملې تر سره کوي، هم له دين څخه وځي او هم له دنيا.
نوموړي همداراز ټاکنې شرعي مسله وګڼله او افغانان يې په راتلونکو ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅول.
د هغه په وينا، د اسلام له مخې د ټاکنو له لارې هر کس حق لري، چې د خپل ملک لپاره، پرهېزګار، رښتينی او زړور واکمن مشر وټاکي.
د سمنګان ولايت اوسېدونکي مولوي عتيق الله وويل، چې ټاکنې د اسلام په تاريخ کې ځانګړی ځای لري.
نوموړي زياته کړه، چې راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي، بايد ټول افغانان پکې په پوره توګه برخه واخلي.
په ياده غونډه کې د افغانستان د تېرو لسيزو ټول قربانيان د دې خاورې رښتيني اتلان وګڼل شول او ۳۴ کاله وړاندې د څرخي پل په زندان کې يې د نهضت اسلامي شهيدان د افغانستان د جهاد د سر شهيدان ياد کړل .