Language

مزارشريف ( پژواک ٨ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ والي عطامحمد نور وويل، چې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنې به د ۲۰۰۹ کال د ټولټاکنو په پرتله له جدي ستونزو سره مخ نه وي.

د بلخ والي د غبرګولي په ۸ مه، له غرمې وروسته په مزار شريف ښار کې د المان له سفير ريوديګرکيونګ سره، د راتلونکو ټاکنو په روڼتيا، د المان د مرستو په دوام او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د الماني سرتېرو په پاتې کېدو او د دغه هېواد د هر اړخيزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

عطامحمد نور، له دغې کتنې وروسته له ريوديګرکيونګ سره په ګډه خبري ناسته کې د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې راتلونکو ټاکنو ته په دې شرط، چې لاسوهنې په کې ونه شي، خوشبين دی.

نوموړي زياته کړه: ((نړيواله ټولنه او افغانان دواړه په دې پوهېږي، چې د ۲۰۰۹ کال ټاکنې له درغليو څخه ډکې وې، هيله کوو، چې په ۲۰۱۴ کال کې داسې ونه شي، خو که په ۲۰۱۴ کې هم درغلۍ تکرار شي، نو خلکو ته به د منلو وړ نه وي.))

نور ، د خپل ځان د کاندېدو په اړه وويل، چې د دوی ډله، نه يواځې جمعيت اسلامي ګوند، بلکې هغه سياسي اشخاص او منورين، چې اړيکې ورسره لري، تصميم به نيسي، چې څوک بايد کانديد شي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې که په ټاکنو کې پاتې راشي او مقابل لورى يې وګټي، نو يو ځای به کار ورسره وکړئ، وويل : (( که درغلۍ نه وي، موږ هڅه کوو، چې بريالي شو، خو که چېرې پاتې راغلو ؛ نو ښه سياسي مبارزه هغه ده، چې خپل سيال ته مبارکي ورکړل شي او د خپل ملي حاکميت او ګټو درناوی وکړو. ))

د بلخ والي زياته کړه، چې د دوی پاتې راتلل به په دې مانا وي، چې خلکو يې ملاتړ ونه کړ؛ نو  بايد هڅې وکړي، چې د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کړای شي.

خو نور له پورته خبرې سره غبرګه کړه: ((زه خو وايم، چې دا ګز دا ميدان، ټاکنې راروانې دي، په افغانستان کې له ټولو قوي سياسي ډله موږ يو، که څوک يې نه مني، موږ سره دې ايتلاف نه کوي، ميدان ته دې راووځي.))

نوموړي همداراز د ملي اجماع يادونه وکړه، چې له لارې به يې په ټاکنو کې له ډېرو سياسي اړخونو سره همغږۍ ته ورسېږي، چې د ناسالمې سيالۍ پر ځای ښه پايله تر لاسه کړای شي.

هغه زياته کړه : ((د ملي اجماع په برخه کې مو ډېر کار کړی، د هېواد له بېلابېلو سياسي لوريو سره مو خبرې کړې دي، له استاد سياف سره په اړيکه کې يو، له عبدالله عبدالله، مسعود او مارشال فهيم سره هم په اړيکه کې يو. موږ ټول په دې هڅه کې يو، چې د ناسالمې سيالۍ پر ځای، چې ښه نتيجه ونه لري، بايد يوې ښې نتيجې ته ورسېږو.))

نوموړي، په ټاکنو کې د خلکو د برخې اخيستو په اړه زياته کړه، چې خلک په ټاکنو کې د خپلې رايې له حق څخه ګټه اخيستل غواړي، خو لا خبرتيا او باور ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، نړيواله ټولنه له افغانستانه نه وځي. نړيوال د افغانستان لپاره د رڼو او عادلانه ټاکنو غوښتونکي دي او هيله لري، چې راتلونکى نظام د خلکو د رايو له لارې واک ته ورسېږي.

د بلخ والي وويل، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پر وړاندې د لوړې کچې ګواښ هېڅ نشته، په ځينو ځايونو کې د منځنۍ کچې ګواښونه شته، چې د خپلو خلکو د ملاتړ او د افغان ځواکونو په فداکارۍ به يې له منځه وړي.

په دغه خبري ناسته کې د المان سفير ريوديګرکيونګ راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکنونکې وګڼلې.

نوموړي زياته کړه، چې راتلونکې ټاکنې د افغانستان او افغانانو دي او يواځې افغانان يې ښه تنظيمولی شي.

د يادونې ده ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره کېږي.

Related Topics