Language

عطامحمد نور: د تذکرې په اړه د ولسي جرګې پرېکړه ناسمه ده

مزارشريف (پژواک،١٠غبرګولى٩٢): د بلخ والي ،ژوندون ټلوېزيون پر شخصيت وژنه تورن کړ، پروني لاريون کوونکي يې د پرديو اجيران وبلل او په تذکرو کې د قوم د نه ليکلو په اړه يې د ولسي جرګې پرېکړه ناسمه وبلله.

د بلخ والي عطا محمد نور ، نن له غرمې وروسته د بلخ په مرکز  مزار شريف کې خبريالانو ته وويل، چې د ژوندون په نوم خصوصي ټلوېزيون په افغانستان کې د سياسي او ملي څېرو شخصيت وژنه کوي.

د هغه په وينا،دغه تلوېزيون  د ولسمشر حامد کرزي لخوا تمويلږي،  نو ځکه له هغه  څخه غوښتنه کوي، چې د دې  ټلوېزيون د خپرونو په سمښت کې  جدي اقدام وکړي .

خو د عطامحمد نور د څرګندونو په غبرګون کې د ژوند راډيو ټلويزيون موسس محمد اسماعيل يون دا خبره ناسمه وبلله ، چې دغه ټلوېزيون د ولسمشر لخوا تمويليږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ژوندون په هېواد کې يواځنى ټلويزيون دى ، چې د يو شمېر افغانانو په شخصي مالي لګښت چليږي او تر دې دمه د هغوى له مشروع امکاناتو څخه برخمن دى.

دى وايي، چې دغه تلوېزيون د افغانستان له اساسي قانون سره سم  فعاليت لري او خپلواک دى .

يون وويل، د بلخ والي عطا محمد نور ځکه دغه ډول څرګندونې کوي ،  چې هغه د ولسمشر کرزي د ضعف نقطه پيژنې او له دغه لاري غواړي ، چې پښتنو ته منسوب علمي بنسټونه تر فشار لاندي راولي.

ده د عطامحمد نور ددې څرګندونو په اړه ، چې ژوندون تلوېزيون شخصيت وژنه کوي، وويل چې دغه تلوېزيون  په هېواد کې ريښتينو  ملي شخصيتونو ته درناوي لري .

خو هغه وايي ، چې ژوندن د دې حق لري تر څو هغه څېرې خلکو ته وروپېژني ، چې د جهاد له نامه ناوړه ګټه پورته کوي.

يون د چا د نوم له اخستو پرته زياته کړه  : ” دا يو ملي رسالت دى ، چې د ايران ، پاکستان ، غرب  او نورو هېوادونو ګوډاګيان ملت ته وروپيژندل شي. “

هغه زياتوي : ” عطامحمد نور او يا هم د هغه استازى دې سترې  محکمې ته حاضر شي او هلته به مخامخ يو له بل سره سپيناوى وکړو.))

ده له ولسمشر  کرزي وغوښتل ، چې د ده په وينا “ياغي او باغي والي دې مهار کړى “

يون   ټينګار کوي، چې  د ژوندون تلوېزيون په اړه دې  د بلخ  والي د څرګندونو موضوع  څارنوالۍ ته راجع شي، ، ترڅو د هغه په وينا، ولس ته تور او سپين معلوم شي.

د بلخ والي عطامحمد نور په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې په کابل کې  د تېرې  ورځې لاريون کوونکي د پردييو اجيران دي او غواړي، چې د ټاکنو په درشل کې يوشمېر ملي څېرې بدنامې کړي.

هغه زياته کړه : (( زه يو افغان يم او د يوه افغان په توګه له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو هيله مند يم)).

تېره ورځ  په کابل کې سلګونو تنو د ايران پر ضد لاريون وکړ او د ياد هېواد بيرغ، د ولسمشر، مذهبي مشر او د افغانستان د ځينو چارواکو انځورونوته يې اور ورته کړ.

لاريون کوونکو د ((مرګ پر حکومت او په ملي شورا کې د ايران پر جاسوسانو)) شعارونه ورکول او ځينو يې د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي، د بلخ د والي عطامحمد نور، د ولسي جرګې د غړو هر يوه محمدمحقق، احمد بهزاد او لطيف پدرام چليپا شوي تصويرونه هم له ځان سره لېږدول.

دغه راز عطامحمد نور په تذکرو کې د قوم دنه ذکر کولو په اړه د ولسي جرګې پرېکړه ناسمه وبلله او ويې ويل چې  په افغانستان کې تر ټولو لوى قوم پښتون دى ، خو د هېواد نور قومونه هم حق لري، چې په خپل نوم ياد شي.

والي، زياته کړه، ((زه يو افغان يم ، خو په خپل قوم فخر کوم.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې   د  غبرګولي په ٨ مه  پرېکړه وکړه، چې په برېښنايي تذکرو کې دې د هېڅ قوم نوم نه ذکر کېږي، خو د تذکرې اخيستونکي تخلص او دين دې په کې وليکل شي.

خو په ياده پرېکړه کې راغلي ، چې د تذکرو په ډېتابېس کې دې د مليت  ذکر وشي.