Language

زرګونه ليتره الکولي مشروبات او سلګونه کيلو نشه يي توکي وسوځول شول

مزارشريف ( پژواک ١١ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ د امنيتي مسوولينو لخوا زرګونه ليتره الکولي مشروبات او سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس د غبرګولي په ١١مه، د مزار ښار لويديځ لور ته د نشه  يي توکو او الکولي مشروباتو د سوځونې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه توکي د بېلابېلو امنيتي او کشفي ارګانونو لخوا د ۹۱ام کال په اوږدو کې نيول شوي وو.

د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مل پاسوال محمد عالم پژواک اژانس ته وويل، چې په سوځول شويو توکو کې ۳ زره او ۲۶۱ ليتره  الکولي مشروبات، يوزر او ۵۱۴ليتره فيصدي لرونکي بير، ۲۵ ليتره تېزاب شامل دي.

د هغه په وينا، همداراز، ۷۲۸ کيلوګرامه چرس، ۲۴۲ کيلوګرامه ترياک، ۷۵ کيلوګرامه هيروين، او ۴۳ کيلوګرامه بنګدانه هم وسوځول شول.

نوموړي زياته کړه، چې په سوځول شويو نشه يي توکو کې ۲زره او ۵۰۰ کيلو ګرامه د چرس د بوټو پاڼې هم شاملې وې.

امنيه قوماندان سالم احساس وويل، چې سوځول شوي نشه ييي او الکولي توکي د ۲۳۷ بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې تر لاسه شوي، چې په تور يې ۲۹۳ کسان هم نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د همدې پېښو په ترڅ کې ۴۲ عرادې موټر، او لس ميله وسلې هم نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې په دغه ولايت کې د نشه ييي او الکولي توکو د قاچاق پر وړاندې خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.

Related Topics