Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک،١٤غبرګولى٩٢): د قطر د سوداګرو د اتحايې د مشر له لوري ولسمشر کرزي ته ډالۍ شوي بېلا بېل قېمتي سوغاتونه د افغانستان بانک ته وسپارل شول.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د قطر د سوداګرو د اتحاديې مشر شيخ فيصل بن قاسم ال ثاني او د هغه ملګري پلاوي په کابل کې له ولسمشر کرزي سره وکتل.

خبرپاڼه زياتوي، په دغې کتنه کې ياد پلاوي  حامد کرزي ته  بېلا بېل قېمتي توکي په سوغات کې ورکړل؛ په دغو سوغاتونو کې غاړکۍ، لاس بند، یوه جوړه غوږوالۍ او یوه ګوتې لرونکی یو سیټ عربي ښځینه طلا او درې قابه قېمتي ساعتونه شامل دي .

سرچينه ليکي، د ولسمشر په لارښوونه دغه سوغاتونه نن د افغانستان بانک لوی ريیس نورالله دلاوري ته وسپارل شول.

د سرچينې په وينا، دغه سوغاتونه د افغانستان بانک ته د تېرو سوغاتونو د سپارلو پر دوام، د افغانستان بانک چارواکو ته تسلیم کړای شول، ترڅو په دغه بانک کې د دولت د دارایۍ په توګه وساتل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.