غزني (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٢): د غزني چارواکي وايي، چې د دې ولايت په يوه ترافيکي پېښه کې د ناوې په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي.
د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي د غبرګولي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر ناوخته په شاوخوا شپږنيمو بجو د غزني ښار د روضي په سيمه کې د واده د ناوې موټر، چې له کابله راروان و، د نظم عامه د پوليسو له رينجر موټر سره ټکر شوى دى.
د ده په وينا، په دې پېښه کې د ناوې په ګډون شپږ تنه مړه شوي او يو بل تن ټپي دى.
د غزني د ملکي روغتون مشر بازمحمد همت بيا پژواک ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې څخه د شپږو تنو جسدونه او د ناوې په ګډون درې کسان په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کې دوه ماشومان، دوه ښځي او دوه نارينه شامل دي.
همت وايي، په ټپيانو کې د ناوې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.