Language

کندهار کې سلګونو خلکو د ولسمشر د واک غځېدو غوښتنه وکړه

کندهار (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢): په کندهار کې سلګونو خلکو په داسې حال کې د ولسمشر حامد کرزي د واک د غځېدو او يا بيا کاندېدو غوښتنه وکړه، چې د اساسي قانون له مخې، هغه نه شي کولاى د درېيم ځل لپاره کانديد او يا يې د واک موده يې وغځېږي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوان حرکت ټولنې له خوا په دې اړه جوړه شوې غونډه کې سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو او نورو مخورو ګډون کړى وو او د ولسمشر کرزي د واک د غځېدو او يا د درېيم ځل لپاره يې د کانديدو غوښتنه کوله.

د غونډې برخه والو ټينګار کاوه، چې په اساسي قانون کې دې بدلون راشي، تر څو ولسمشر کرزى يو ځل بيا کانديد يا يې د واک موده وغځول شي، ځکه تر ٢٠١٤ وروسته له هېواده د بهرنيانو وتل او ورسره جوخت د ولسمشرۍ ټاکنې، د هېواد د راتلونکي لپاره ښې پايلې نه لري.

د ځوان حرکت ټولنې مشر احمدشاه سايل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په واک کې د ولسمشر کرزي د پاتې کېدو او يا د هغه د واک د مودې د غځولو غوښتنه يوازې او يوازې د ملي ګټو د ساتلو په موخه ده.

هغه زياته کړه، د هغوى د ټولنې له لوري رابلل شوې غونډه هم په همدې موخه جوړه شوې، تر څو تر ٢٠١٤ وروسته، چې بهرنيان وځي او ورسره جوخت د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، د ګډوډۍ مخه ونيول شي او ولسمشر کرزى په واک کې پاتې شي.

دى وايي، د دوى له لوري دغه څرګندونې کومه ورکړل شوې پروژه نه ده او نه هم د کوم ځانګړي کس ملاتړ کوي، بلکې د ملي ګټو د ساتلو لپاره يې دغه اقدام کړى دى.

سايل په تېرو دوولسو کلونو کې د ولسمشر کرزي د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل: ((ولسمشر کرزي په تېرو دوولسو کلونو کې په هېواد کې ستر بدلون رامنځ ته کړى، بيارغونه شوې، پوليس او پوځ جوړ شوي، د پوهنې او روغتيا په برخه کې خدمات وړاندې شوي او تر ټولو مهمه دا چې په دې موده کې له بهرنيو هېوادونو سره د منظم او پياوړي سياست له مخې دوه اړخيزه اړيکې ساتل شوې دي.))

غونډې ته يوه بل برخه وال او د ارغنداب د سيمه ييزې شورا مشر حاجي محمد سلطان وويل، په ٢٠١٤ کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د ستونزو د جوړېدو او ګډ وډيو امکان شته، خو دا چې کرزى په تېرو دوولسو کلونو کې د هېواد له حالاتو سره ښه اشنا شوى، په همدې خاطر اړينه ده، چې يا يې د واک موده وغځېږي او يا هم د بيا کانديدو چانس ورکړل شي.

هغه د دغه کار لپاره غوښتنه وکړه، چې په اساسي قانون کې دې بدلون راشي.

دغه قومي مشر له خلکو وغوښتل، چې د نوم ليکنې د پيل شوې لړۍ له مخې دې کارټونه واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې دې په پراخه کچه برخه واخلي.

د ارغنداب ولسوالۍ يوه بل قومي مشر حاجي قاري محمد بيا وويل، چې روان امنيتي وضعيت او د ښارونو تر څنګ په لرې پرتو سيمو کې اوسني شرايط د ټاکنو لپاره هيڅ اماده نه دي.

د ده په خبره، که په دغسې حالاتو کې ټاکنې ترسره کېږي، نو د پښتنو حقوق به تر پښو لاندې شي، ځکه د تېر ځل ولسمشرۍ ټاکنو وښوده، چې په پښتون مېشتو سيمو کې د نا امنيو جوړولو له امله خلک رايې کارونې ته پرې نه ښودل شول.

نوموړي وويل، که خلک غواړي چې د تېرو دوولسو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي، نو په اساسي قانون کې بدلون ته اړتيا ليدل کېږي، تر څو د ولسمشر د واک موده نوره هم وغځېږي.

د ځوان حرکت په نوم ټولنه، چې دغه غونډه يې رابللې وه، په دې وروستيو کې جوړه شوې ده.

د دې ټولنې مسوولين وايي، چې د حرکت موخه يې د ټولنې د ستونزو حل او د ملي ګټو ساتنه ده.

Related Topics