ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: له ټاکنو پرته هره بله هڅه به هېواد بحران ته بوځي

شنونکي: له ټاکنو پرته هره بله هڅه به هېواد بحران ته بوځي

author avatar
12 Jun 2013 - 16:48
شنونکي: له ټاکنو پرته هره بله هڅه به هېواد بحران ته بوځي
author avatar
12 Jun 2013 - 16:48

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): ځيني شنونکي وايي، په افغانستان کې حاکمه ډله غواړي د “ملي اجماع” په نوم راتلونکې ټاکنې وننګوي او د بېړنې حالت په رامنځته کولو سره د خپل واک موده وغځوي.

دوى د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د تېرې ورځې څرګندونو ته په پام سره وايي، نوموړى غواړي په هره توګه چې وي، په راتلونکي حکومت کې بې ونډې پاتې نه شي.

فهيم تېره ورځ وويل، چې اوسنى حکومت او کاري حکومتي ډله په ډېرو خواريو رامنځته شوې او وړانديز يې دا دى، چې د حاکمې ډلې بديل بايد د “ملي اجماع” له لارې رامنځته شي.

هغه دا خبره هم وکړه، چې ولسمشر حامد کرزي ته يې څو ځلې د پارلماني نظام وړانديز هم کړى، تر څو د ملي شورا په تاييد لومړى وزير د چارو واګې ترلاسه کړي.

مارشال ګواښ وکړ، که په حکومت کې د مجاهدينو ونډه له پامه وغورځول او يا د ده په ټکو ظلم پرې وشي، نو ټوپک ته به لاس کړي او غره ته به وخېژي.

سياسي کارپوه احمد سعيدي د مارشال فهيم دغو څرګندونو ته په اشارې وايي، چې فهيم او د دولت “فاسد چارواکي” په افغانستان کې له رڼو ټاکنو وېره لري.

د ده په باور، فهيم او کرزى اندېښمن دي، چې که د رڼو ټاکنو له لارې په هېواد کې حکومت رامنځته شي، نو له يوې خوا به دوى خپل واک له لاسه ورکړي او له بلې خوا به د ملت له محاکمې سره مخ شي.

دى وايي، چې له همدې امله دوى د ملي اجماع غږونه پورته کوي، ترڅو په دې توګه خپل واک د اوسني حکومت په چوکاټ کې په يوه ډول وغځوي.

کرزي هم څه موده مخکې ويلي وو، غوره ده چې د ملي اجماع له لارې ولسمشرۍ ته دوه يا درې تنه کانديد شي.

سعيدي وايي: “د ا د ملي اجماع په نامه يو پلان دى. څوک چې پر واک دي، زمينه سازي کوي، سياف او ځيني نور کسان هم ځان ته راکش کوي، د ولسمشر مرستيال ٣٤ واليان تحريکوي، د لوړو زده کړو وضعيت وګورئ، تذکرو کې قومي هويت او د حکومت پر وړاندې د پارلمان مخالفت وګورئ، د افغانستان سرحدي ستونزو ته پام وکړئ، هره ورځ انتحار او انفجار وګورئ، دا ټول اضطراري حالت لپاره سناريو ده.”

 د سعيدي په باور، حاکمه ډله په قصدي ډول غواړي راتلونکې ټاکنې اخلال کړي، ترڅو بېړني حالت ته لاره هواره کړي.

د ده په خبره، د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د کرزي او د هغه د ډلې شعار “ملي مشارکت” و او دغه ځل يې بيا د خلکو د دوکه کولو لپاره د ملي اجماع شعار را پورته کړى دى.

سعيدي وايي: “اوس چې اساسي قانون شته نو ملي اجماع ته اړتيا هم نشته او د باور او ارزښت وړ هم نه ده.”

د هغه په اند، ښايي اوسنى حکومت د اساسي قانون خلاف د ملي اجماع په نوم دغه کار وکړي، خو د افغانستان لپاره به بدې پايلې ولري.

سعيدي وايي، چې د مارشال د غره ته ختلو خبره، په افغانستان کې د نظام او قانون په شتون کې جګړې ته د خلکو هڅول او په څرګند ډول د اساسي قانون ماتول دي.

بل سياسي کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد نجيب محمود وايي، چې د سياسي نظام د بدلون لپاره د فهيم وړانديز د حاکمې ډلې له خوا د واک غځولو هڅه ده.

د ده په باور، دا په داسې حال کې ده چې ستونزه د نظام په جوړښت کې نه بلکې په چارواکو کې ده.

هغه زياته کړه: “که موږ فکر وکړو چې په دې سادګۍ به وضعيت ته بدلون ورکړو، دا ناممکن دي، ښايي نظام صدارتي کړو، خو د ځينو کسانو عادتونه چې په زور يې حکومت کړى، دا نه شو بدلولى.”

د ده په باور، د ولسمشر کرزي د ورورو قيوم کرزي او همداراز د زلمي خليلزاد له کانديدو سره د فهيم مخالفت هم له دې امله دى چې که هغوى بريالي شي، ښايي فهيم او نورو جهادي چارواکو ته په حکومت کې ونډه ورنه کړي.

د ولسمشر لومړي مرستيال تېره ورځ په خبرو کې د حاکمې ډلې د بديل لپاره ملي اجماع اړينه وبلله، خو ويې ويل چې زلمي خليلزاد او د ولسمشر کرزي د ورور په څېر کسان چې امريکايي تابعيتونه لري، د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.

زلمى خليلزاد افغان الاصله امريکايى دى، چې څه موده په افغانستان کې د امريکا سفير پاتې شوى او داسې ګنګوسې شته چې هغه هم غواړي د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو کې ځان کانديد کړي.

دغه راز څه موده وړاندې د ولسمشر ورور محمود کرزي اعلان وکړ، چې ورور يې قيوم کرزى په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته کانديد دى.

نجيب محمود وايي، چې د ټاکنو پر ځاى د نظام د بدلون او غرونو ته د ختو خبرې په هېواد کې د بحران د رامنځته کېدو احتمال ډېروي.

د ده په اند، که فهيم او ډله يې په راتلونکي حکومت کې خپله ونډه ونه ګوري، د کورنيو جګړو بيا پيلېدل له امکانه لرې نه دي.

محمود وايي، چې د راتلونکي حکومت د ټاکلو لپاره له ټولټاکنو پرته هره هڅه که ملي اجماع يا لويه جرګه وي افغانستان به د بحران پرلور بوځي.

د ده په باور، د کرزي او د هغه د مرستيال د ملي اجماع له وروستيو څرګندونو ښکاري چې غواړي د خپل واک غځېدو په موخه په هېواد کې بېړني حالت ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، کرزي ويلي چې ټاکنې بايد له اساسي قانون سره سم پر خپل وخت (د راتلونکې کال د وري مياشتې په ١٦مه) ترسره شي.Top of Form

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.