Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز خلک د مخابراتي شبکو له ناسمو خدمتونو سر ټکوي

 کندوز (پژواک ۲۲ غويى ۹۲): د کندوز د مرکز او د ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چي له څه مودې راهيسې د دوى په سيمو کې مخابراتي ستونزې زياتې شوې، په تېره بيا دغه ستونزې د شپې له خوا نورې هم ډېرېږي.

 د دشت ارچي، چهاردرې او امام صاحب ولسواليو او د کندوز ښارد ګورتپې او الچين سيمو دغه اوسېدونکي وايي، چې د ځينو مخابراتي شبکو فعاليت په ورځ کې ډېر کم وي.

 دوى زياتوي، چې له دوو اونيو راهيسې له دغه ډول ستونزو سره مخ دي او زياتوي چې دغه شبکې دې خپل خدمتونه ژر تر ژره سم کړي.

 د کندوز ښار د ګورتپې سيمې يو اوسېدونکي علي احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، مخابراتي شبکې د دې پر ځاى چې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي خپل فعاليتونه بندوي.

 هغه زياته کړه: ((يوازې په ګورتېپه کې څه باندې درې سوه کورنۍ ژوند کوي، د ماښام له شپږو بجو بيا د سهار تر شپږو بجو پورې ټيلېفون انتن نه ورکوي.))

 نوموړى چې د افغان بېسيم له سيم کارت څخه کار اخلي وايي، چې خلک ډېر د شپې له خوا بېړني کارونه لري، خو نه شي کولاى چا ته ټيلېفون وکړي.

 د چاردرې ولسوالۍ يو اوسېدونکي سيد عبدالاحد  وايي، چې دوى د شپې  مهال له ټيلېفوني ستونزو سره مخ  دي.

 هغه وويل، له يوې خوا د ټيلېفون لوړې بيې او له بل لوري د شپې ټيلېفوني فعاليتونو درېدل، د دوى ستونزې زياتې  کړې دي.

 نوموړى وايي: ((تېره شپه زما په کور کې ناروغي پېښه شوه، کله چې غوښتل مې موټر ته زنګ ووهم چې زما ناروغ روغتون ته يوسي، ټيلېفون کار ونه کړ.))

 دغه راز د کندوز د مرکز يو شمېر اوسېدونکي هم د مخابراتي شبکو له ټيټ کيفيت څخه  سر ټکوي او ادعا کوي، چې قيمتونه يې لوړ دي، خو کاري کيفيت يې ښه نه دى.

 په دې ډول د دشت ارچي او امام صاحب ولسواليو د يو شمېر سيمو خلک هم د مخابراتي خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي.

 دوى د مخابراتو له رياست څخه غواړي، چې د دغو شبکو د ستونزو د لرې کولو په اړه چټک ګامونه واخلي.

 د کندوز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس فضل الرحمن شينواري دغه ستونزې مني او وايي، څو موده وړاندې ځينو مخابراتي  شبکو د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله د شپې مهال خپل فعاليتونه درولي وو،  خو اوس دغه ستونزه تر يوه بريده هواره شوې ده.

 هغه پژواک ته وويل: ((په ځينو ځايونو کې د امنيتي شرايطو له امله مخابراتي شبکو (افغان بېسيم او اېم ټي اېن)  خپل انتنونه د شپې له خوا په موقتي ډول له فعاليته غورځولي وو.))

 شينواري ادعا وکړه،  چي د يو سالم رقابت له مخې به په نږدې راتلونکي کې ټولې شته ستونزې حل شي.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي، خو پخوا په تېره بيا په سوېلي ولايتونو کې يې د مخابراتي شبکو فعاليتونه د شپې له خوا بند کړي او ويلي و، چې د مخابراتي شبکو په وسيله د طالبانو په اړه  بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته معلومات ورکول کېږي.

 په کندوز کې دا مهال پر افغان ټيليکام سربېره روشن، اېم ټي اېن، افغان بېسيم او اتصالات مخابراتي شبکې فعاليت لري، چې د مخابراتو د چارواکو په وينا، ۹۵ سلنه سيمه يې تر خپل پوښښ لاندې راوستې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.