لښكرګاه (پژواك ۲۳ غبرګولى ۹۲): د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د يوې پوستې شپږ پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواك د غبرګولي په ۲۳ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د موسى كلا ولسوالۍ په ديزور سيمه كې دوه ملي او څلور سيمه ييز پوليس په خپله پوسته كې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د پېښې څرنګوالى نه دى معلوم، خو ښايي دغه پوليس د کومې توطئې له مخې وژل شوي وي.
د ځواك په خبره، چې د وژل شوو پوليسو يو رينجر موټر هم تښتول شوى او اوس يې په اړه پلټنې روانې دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په موسى کلا کې د دوو قوماندانانو په ګډون اته پوليس د دوى د ملګرو له خوا وژل شوي، اته ميله وسله او يو رينجر موټر يې هم ترې وړي دي.
د يادولو ده، نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د ګرشك ولسوالۍ په زمنبلي سيمه كې شپږ پوليس په ورته پېښه کې وژل شوي وو.