منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په هلمند کې شپږ پوليس په مرموز ډول ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۸ کتنې

لښكرګاه (پژواك ۲۳ غبرګولى ۹۲): د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې  د يوې پوستې شپږ پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمرځواك د غبرګولي په  ۲۳ مه  پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د موسى كلا ولسوالۍ په ديزور سيمه كې  دوه ملي او څلور سيمه ييز پوليس  په خپله پوسته كې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې څرنګوالى نه دى معلوم، خو ښايي دغه پوليس د کومې توطئې له مخې وژل شوي وي.

د ځواك په خبره، چې د وژل شوو پوليسو يو رينجر موټر هم تښتول شوى او اوس يې په اړه پلټنې روانې دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په موسى کلا کې د دوو قوماندانانو په ګډون اته پوليس د دوى د ملګرو له خوا وژل شوي، اته ميله وسله او يو رينجر موټر يې هم ترې وړي دي.

د يادولو ده، نږدې دوه اونۍ وړاندې هم  د ګرشك ولسوالۍ په زمنبلي سيمه كې شپږ پوليس په ورته پېښه کې وژل شوي وو.