کابل ( پژواک ۲۴ غبرګولی ۹۲ ): ولسمشر حامد کرزی وایي چې د وسلوالو طالبانو تر شا بهرني قوتونه ولاړ دي او دوی استعمالوي.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر دغه څرګندونې نن د افغانستان دعالمانو سراسري شورا سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړې : (( طالبان هسې یو نوم دی او افراد دي چې استعمالیږي له همدې امله هڅه کوو چې د سولې پروسه په پوره دقت او احتیاط سره پر مخ بوځو ترڅو د سولې پروسه په بشپړه توګه افغاني و اوسي.))
حامدکرزي په دغه غونډه کې افغان مخاطب کړل او ویې ویل : (( له تاسو موږ دلته ډیر احتیاج یو خو غیرت، مسلماني، شهامت او استقلالیت مو نه دی بایللی د خپلې خاورې څخه د دفاع په لاره کې ولاړیو.))
هغه له طالبانو وغوښتل چې د پردیو له سلطې څخه ځان خلاص کړي، خپلې خاورې ته دې راشي. هلته به بیا د دې خاورې قوت دوه برابره شي.
ولسمشر کرزي د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه په اړه د عالمانو شورا د مصوبې په تائید سره وویل چې د اسلام مقدس دین د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی په څرګنده توګه منع کړی دی چې هر مسلمان باید د اسلام د مقدس دین لارښوونې په خپل ځان عملي کړي.
دعالمانو شورا ته د ولسمشر حامد کرزي تر خبرو مخکې د عالمانو د سراسري شورا غړو په دې کتنه کې وویل چې د اسلام مقدس دین په کورني او اجتماعي ژوندانه کې هر ډول افراط او تفریط او تاوتریخوالی غندلی او د اعتدال خوښونکي قانون په توګه یې خلک د هرډول لمسوونکي عمل، حسد او غضب پر وړاندې صبر او حوصلې ته رابللي دي.
دارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عالمانو د سراسري شورا په مصوبه کې چې ولسمشر سره په کتنه کې ولوستل شوه،پکې راغلي چې د قرآن کریم د سوره النساء په ۱۹ آیت کې راغلي دي چې له ښځو سره ښه او نیک سلوک وکړی. همدا راز حضرت محمد (ص) فرمایلي دي چې: ” له تاسو څخه غوره کسان هغه دي چې د خپلو ښځو لپاره ښه و اوسي او زه له تاسو ټولو څخه له خپلې کورنۍ سره ښه چلند کوم.”
همدا راز په دغه مصوبه کې ویل شوي دي چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د خپل مبارک عمر په اوږدوکې له هیڅ انسان او حتی حیوان سره هم تاوتریخوالی نه دی کړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د عالمانو سراسري شورا هغه ترهګریز برید چې د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې پر وړاندې ترسره شو، په کلکه وغانده او څرګنده یې کړه چې د بې ګناه ښځو، نارینه وو او ماشومانو وژل چې په هرنامه وي د اسلام د مقدس دین له نظره حرام او ناروا دي.
د عالمانو سراسري شورا په مصوبه کې ویل شوي چې دغه شورا د اسلامي احکامو په اساس د سولې پر ښیګڼو باور لري او د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړي چې د اسلام د مقدس دین د لارښوونو له مخې دې خپلو اختلافاتو ته د روغې جوړې او بین الافغاني ډیالوګ له لارې د پای ټکی کیږدي چې خدای مه کړه په نا اګاهانه ډول د پردیو د سیاسي او نظامي اهدافو ښکار نه شي.
دغه شورا د افغانستان له دولت او په ځانګړي ډول د سولې له عالي شورا څخه غواړي چې د بهرنیو لوبغاړو دسیسو ته متوجه و اوسي او هیڅکله دې هم داسې شرایط ونه مني چې سیاسي نظام، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او ملي یووالي ته زیان و رسوي.
د عالمانو سراسري شورا همدا راز په خپله مصوبه کې ویلی دي چې له یوې مودې ر اهیسې پوهنتونونه او درسي ټولګي د سیاسي اهدافو د ترسره کېدلو لپاره د مشاجرو اوکشمکشونو په میدانونو بدل شوي دي چې د پوهنتونونو د فضا سیاسي کېدل زموږ د هېواد او ملت په خیر نه ده.
شورا ټینګار کوي چې استادان او محصلین دې خپلې مظاهرې ودروي او خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي.
د عالمانو شورا د افغانستان له دولت څخه هم غواړي چې د استادانو او محصلینو معقولو او قانوني غوښتنو ته دې ځواب و وایي.
حامدکرزي د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه د افغانستان د ملي ګټو او د دیني ارزښتونو د ساتنې په لاره کې مهمه وبلله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن