ښرنه ( پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢ ) : چارواکي وايي چې د پکتيکا په وازېخوا ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ نښته او ماين چاودنه کې درې مخالفين او يو پوليس وژل شوى دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران د غبرګولي په ۲۴ مه ،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماسپښين مهال د خوش امند او وازېخواه ولسواليو ترمنځ د ګواشتې په سيمه کې د ملي اوسرحدي ځواکونو پر کاروان د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې د سرحدي پوليسو يو رنجر موټر ويجاړ او يو پوليس پکې وژل شوى دى.
ځدراڼ وايې، وروسته په سيمه کې د دغو ځواکونو اوطالبانو ترمنځ نښته هم شوې، چې په پايله کې يې درې وسلوال مخالفين ووژل شول.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې نښته او چاودنه کې د شپږو پوليسو د وژل کېدو ادعا کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP