منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

يو پوليس او درې وسلوال ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۳ کتنې

ښرنه ( پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢ ) : چارواکي وايي چې د پکتيکا په وازېخوا ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ نښته او ماين  چاودنه کې درې مخالفين او يو پوليس وژل شوى دى.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران د غبرګولي په ۲۴ مه ،پژواک خبري اژانس ته وويل،  چې تېره ورځ ماسپښين مهال د خوش امند او وازېخواه ولسواليو ترمنځ د ګواشتې په سيمه کې د ملي اوسرحدي ځواکونو پر کاروان د ماين چاودنه وشوه.

هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې د سرحدي پوليسو يو رنجر مو‌ټر ويجاړ او يو پوليس پکې وژل شوى دى.

ځدراڼ وايې، وروسته په سيمه کې د دغو ځواکونو اوطالبانو ترمنځ نښته هم شوې، چې په پايله کې يې درې وسلوال مخالفين ووژل شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې نښته او چاودنه کې د شپږو پوليسو د وژل کېدو ادعا کوي.