Language

د بشري حقونو د کمېسيون کمېشنران وټاکل شول

کابل (پژواک،٢٥غبرګولى٩٢): د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنران وټاکل شول.

د چارو د ادارې د اطلاعاتو او د وزيرانو د شورا د دارالانشاء مشر رفيع فردوس د غبرګولي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د فرمان پربنسټ، د افغانستان د بشر حقونو په خپلواک کمېسيون کې يو شمېر کسان د کمېشنرانو په توګه په دندو ګومارل شوي دي.

ده زياته کړه، په دغو کسانو کې د کمېسيون د مشرې ډاکټر سيما سمر کاري دوره تر راتلونکو پنځو کلونو پورې غځول شوې او دغه راز يو شمېر نور کسان په دغه کمېسيون کې د کمېشنرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د ده په وينا، په دغو کسانو کې فريد حميدي، سيداحمد ضياء لنګري، ډاکټر ثريا صبحرنګ، مولوي عبدالرحمن هوتک، قدريه يزدان پرست، وحيدالله ارغون، سترجنرال ايوب اصيل او حوا علم نورستانۍ شامل دي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون نهه غړي لري، چې د کمېسيون د رييس په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ د پنځو کلونو لپاره په دنده ګومارل کېږي.

د اساسي قانون د دوهم فصل په اته پنځوسمه ماده کې ويل شوي دي: ((دولت په افغانستان كې د بشر د حقوقو د رعايت د څارنې او ملاتړ لپاره د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كمېسيون جوړوي. هرڅوك كولاى شي د خپلو اساسي حقوقو د نقض په صورت كې دې كمېسيون ته شكايت وكړي. كميسيون كولاى شي د افرادو د اساسي حقوقو د نقض موارد قانوني مربوطو څانګو ته راجع كړي او د هغوى له حقوقو څخه په دفاع كې مرسته وكړي. د كمېسيون جوړښت او د كار ډول يې د قانون له لارې تنظيمېږي.))

همدارنګه د بشر حقونو د قانون د دوهم فصل د اوومې مادې په لومړي بند کې راغلي دي: ((کمېسيون له نهه غړو چې په کې نارينه او ښځې غړيتوب لري، د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر له لوري تعينېږي.))

د ولسمشر کرزي  له خوا دغه ټاکنې په داسې حال کې کيږي، چې شاوخوا دوه کاله مخکې د دغه کمېسيون د ځينو غړو کاري دورې پاى ته رسېدلې وې.

Related Topics