Language

سوېلي ولايتونو کې ملکي وګړو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): د افغانستان په سوېلي ولايتونو هلمند او کندهار کې د امنيتي پېښو له امله ١٢ ملکي وګړو او د اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار چارواکي وايي، چې په پنجوايي او نېش ولسواليو کې د ماين د درې  چاودنو په ترڅ کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولايت مقام له خوا د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ماينونه د يادو ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

سرچينې زياته کړې، چې لومړۍ چاودنه نن سهار شپږ نيمې بجې د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان په کلي کې رامنځ ته شوه چې له امله يې يو ١٨ کلن هلک ووژل شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې دوه ساعته وروسته په ياده سيمه کې بله چاودنه هم وشوه، چې له امله يې يو لس کلن هلک سخت ټپي شو.

هغه زياته کړه، چې ټپي شوي هلک په دې پېښه کې يو لاس او دوه پښې له لاسه ورکړي دي.

د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجوايي ترڅنګ نن سهار د کندهار په نېش ولسوالۍ کې هم دوه چاودنې شوې چې په کې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

حکومت د دغو چاودنو مسووليت پر وسله والو طالبانو اچولى، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي، چې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د ماين چاودنو له امله پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په موسى کلا، ګرمسېر او سنګين ولسواليو کې وژل شوي دي.

 

Related Topics