Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بدخشان کې يوه امنيتي پوسته د طالبانو له کلابندۍ څخه خلاصه شوه

فيض اباد (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې يوه امنيتي پوسته، چې له تېرې نږدې يوې نيمې مياشتې په کې ١٢٠ د عامه نظم او سرحدي پوليس کلابند وو، د وسله والو له کلابندۍ خلاصه شوه.

سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې دغه پوسته له څلورو خواوو د وسله والو مخالفينو له لوري کلابنده شوې او دولتي ځواکونه تر اوسه نه وو توانېدلي، دغه پوليس د هغوى له کلابندۍ وژغوري.

د دوى په وينا، دغه پوسته‎، چې د ولسوالۍ د مرکز په ٢٠ کيلومترۍ کې ختيځ لور ته په باشند سيمه کې موقعيت لري، د خپل جغرافيوي موقعيت له مخې ورسره ځمکنۍ او هوايي مرسته ستونزمنه ده.

خو د وردوج ولسوال دولت محمدخاور نن پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې دغه نظامي مرکز يې د امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې له کلابندۍ ايستلى دى.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو د وردوج سيند له لوېديځو او ختيځو ساحو خپل عمليات پيل کړل او په پوسته کې بند سرتېري په سالم ډول ايستلي دي.

خاور وويل، چې ياده پوسته يې پرته له مرګ ژوبلې طالبانو ته پرېيښې او د نښتې په پايله کې يواځې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د وردوج ولسوال زياته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې يو وسله وال طالب هم وژل شوى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دغه ستراتيژيکه پوسته يې د يوه بريد په پايله کې نيولې او ١٠ افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د هغه په خبره، په دغه بريد کې يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي.

خو د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمين د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله ردوي او وايي، چې دوى په دې پوسته کې د ځواکونو شتون ارزښمتن نه باله او د دې ولسوالۍ تيرګران سيمې ته يې لېږدولي دي.

وردوج د بدخشان يوه نا امنه ولسوالي ده، چې له پاکستان سره په ګډه پوله موقعيت لري او له تېرې څه مودې راهيسې په کې د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ګڼې نښتې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.