Language

معروف کې د ايساف بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې

کندهار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): د کندهار په معروف ولسوالۍ د ايساف ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا الوتکه پرون په معروف ولسوالۍ کې د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه وړه بې پيلوټه الوتکه پرون له غرمې وروسته د معروف ولسوالۍ د مليانو او کابلي په سيمه کې چې له زابل ولايت سره په سرحد کې پرته ده، د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده.

د سرچينې په وينا، چې د الوتکې د لوېدو سيمه غرنۍ ده او لومړنيو پلټنو ښودلې چې په دې ساحه کې د مخالفينو خوځښتونه نه دي ليدل شوي.

فيصل وويل، چې په دې پېښه کې ملکي خلکو ته څه زيان نه دى اوښتى.

د دې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

Related Topics