کندهار (پژواک ۲۹ غبرګولی ۹۲): د کندهار ولايت د سولې ولايتي شورا په داسې حال کې د قطر د دفتر هرکلی وکړ، چې په کابل کې د افغانستان حکومت له دفتر سره خپل مخالفت څرګند کړ او د سولې د خبرو لپاره د پلاوي د نه لېږلو اعلان وکړ.
د سولې د ولايتي شورا رييس حاجي عطا محمد احمدي د غبرګولي په ٢٩مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې د يوې خبري غونډې پر مهال په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستل کېدو په اړه وويل، چې د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل به د سولې پر پروسه ښه اغېز ولري او د دولت پر ضد ولاړ وسله وال به وهڅوي، چې له جګړې لاس واخلي.
هغه زياته کړه، له تېرو دوو کلونو را په دېخوا سره له دې چې ګڼ شمېر وسله وال په دغه ولايت کې له حکومت سره د سولې د پروسې له لارې يو ځاى شوي، خو لا هم هغه وسله وال مخالفين چې په پاکستان کې اوسېږي، د سولې پر ځاى جګړې ته هڅول کېږي.
د ده په خبره، په وار وار يې د کوېټې شورا له غړو سره اړيکې نيولې او دغه راز يو شمېر طالب قوماندانانو بيا په خپله له هغوى سره اړيکه نيولې او غواړي چې ځانونه د پاکستان د حکومت له فشار څخه خلاص کړي.
دى وايي، دغو کسانو ورڅخه غوښتي، که د کندهار په امنو سيمو کې ورته کورونه ورکړل شي، نو هغوى حاضر دي، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، که داسې و نه شي، نو د هغوى ژوند په خطر کې دى.
احمدي وويل، د همدغو کسانو دغه غوښتنې يې له ولايتي ادارې سره شريکې کړې، خو تر اوسه ورته بشپړ مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.
د سولې د شورا مشر وويل، چې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو شاوخوا ٢٢ ګروپونه چې په بېلابېلو سيمو کې يې د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه کول، جګړې پرې اېښې او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
خو هغه زياته کړه، دا چې دغه ګروپونه په ښکاره له دولت سره نه دي يو ځاى شوي، لامل يې امنيتي ستونزې دي، ځکه هغوى وېرېږي، چې د جګړې پرېښودلو په بدل کې به ووژل شي.
احمدي دا هم وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې ١٧٠ وسله وال مخالفين د سولې د پروسې له لارې له حکومت سره يو ځاى شوي او دغه راز ٨٠ تنه نور په خپله خوښه له جګړې لاس پر سر شوي دي.