Language

مركز خبرنگاران افغانستان به عنوان عضو جديد آى فكس انتخاب شد

پنوم پن (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): د افغانستان د خبريالانو مرکز او له بېلابېلو هېوادونو څخه ١١ نور بنسټونه، د اي فکس ( د رسنيو د غوړيدو او ملاتړ تر ټولو ستره نړيواله شبکه) نويو غړو په توګه وټاکل شول.

په دغه څلور ورځنۍ غونډه کې، چې د کمبوجيا شاهي هېواد په مرکز پنوم پن ښار کې په لاره اچول شوې وه، د بيان ازادۍ د مدافع ٨٠ بنسټونو په استازيتوب پکې ١٥٠ تنو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګډون کړى وو.

د افغانستان د خبريالانو مرکز مشر احمد قريشي هم د ياد بنسټ په استازيتوب د اي فکس په غونډه کې ګډون کړى و.

په دغه نړيواله شبکه کې د افغانستان د خبريالانو مرکز د غړيتوب د تر لاسه کولو هڅې دوه کاله وړاندې پيل شوې وې او د څو بېلابېلو پړاونو له تېرولو وروسته يې په عمومي غونډه کې د غړيتوب غوښتنه وړاندې شوه.

د يادې ناستې په لومړۍ ورځ د خبريالانو د مرکز استازي او د غړيتوب غوښتونکو بنسټونو استازو خپلې بيانيې وړاندې کړلې، چې د پوښتنو او ځوابونو له ناستې وروسته د تړلو دروازو تر شا رايه اچوونه وشوه، چې په پايله کې يې د افغانستان په ګډون، د امريكا،‌ رومانيا،‌ يوگانډا،‌ مصر،‌ يوروگواى،‌ مجارستان،‌ چيلي،‌ ونزويلا او البانيا هېوادونو،  ١١ نور بنسټونه د رايو پر اکثريت تصويب شول.

د افغانستان د خبريالانو مرکز مشر د اي فکس غړيتوب تر لاسه کول، په افغانستان کې د بيان ازادۍ څخه د دفاع په لاره کې يو لوى ګام وباله.

د اي فکس مرکزي دفتر د کاناډا هېواد په پلازمېنه ټورنټو ښار کې دى او د دغه مرکز د غړو غونډه هر دوه کاله وروسته ددې مرکز د غړيو هېوادونو په کوربه توب تر سره کېږي.

 

  

 

 

Related Topics