Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا : دم ګړۍ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو پلان نه لرو

کابل ( پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٢) : امريکا له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کولو راپورونه رد کړل او ويې ويل، چې ددوى د مرکچيانو پلاوى اوس هم په واشنګټن کې دى.

په قطر کې د طالبانو ددفتر تر پرانېستل کيدو وروسته پرون په واشنګټن کې ځينو دولتي سرچينو ويلي وو، چې امريکا له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې پيلوي .

سرچينو زياته کړې وه، چې په دې موخه د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى جيمز ډوبينز د قطر پر لوري خوځېدلى دى.

په ځينو ناتاييد شويو راپورونو کې داهم راغلي وو، چې  ټاکل شوې نن د چهارشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې پيل شي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ددوى پلاوى اوس هم په واشنګټن کې دى  او تر اوسه دقطر پر لوري نه دى خوځېدلى.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين پساکي پرون ناوخته په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل ، چې دوى اوس هم له افغان چارواکو سره د وروستيو اقداماتو په اړه په مشورو بوخت دي.

هغې زياته کړې : (( هو ځينې راپورونه وو، چې ګوندې پلاوى  هلته خبرې پيلوي، خو دا راپورونه دقيق نه وو. ))

نوموړې وايي، چې دافغانستان د ستونزې په اړه  افغانان پخپلو کې سره بايد پرې خبرې وکړي ، امريکا به په دې برخه کې خپل رول ترسره کوي ، خو پرېکړه به پخپله افغانان کوي.

پرون ټاکل شوې وه، چې  د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى قطر ته وخوځيږي، خو دا سفر وروسته له هغه وځنډيډ ، چې افغان حکومت د قطر ددفتر په اړه ځينې اندېښنې څرګندې کړې او له امريکا  سره يې پر امنيتي سند خبرې وځنډولې.

د امريکا دبهرنيو چارو وزارت وياندې وويل ، چې دوى له افغان حکومت او د سولې عالي شورا سره مشورې کوي څو دراتلونکو اقداماتو لپاره پلان جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.