پل علم ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي،چې د لوګر مرکز اړوند سيمه کې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد ١٥ وسله وال طالبان وژلي دي.
دلوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه وسله وال د شپې ناوخته ووژل شول او مړي يې اوس هم د جګړې پر ډګر پاتې دي.
نوموړى وايي،وسله والو د شپې ناوخته پل علم ته نږدې د شينګ په نوم د امريکايي ځواکونو په پوځي اډه او دغه راز همدې سيمې ته نږدې يې د امريکايي ځواکونو په پوځي ګزمه بريد وکړ.
د ده په وينا، امريکايي ځواکونو هوايي مرسته ور وغوښته او په سيمه يې درنه بمباري وکړه.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم وايي، چې د امريکايي ځواکونو هوايي بريد ١٥ وسله وال طالبان وژلي دي .
دروېش منى ، چې دوسله والو مړي او وسلې يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده،چې تېره ورځ ناوخته په مرکز او بره کي برک ولسوالۍ کې د اتو پاکستاني طالبانو په ګډون ١٧ تنه وژل شوي وو.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو ١٥ ملګرو د وژل کېدو خبر ردوي او وايي ،چې درې طالبان ټپيان او يو تن وژل شوى دى.
مجاهد وايي،د طالبانو په بريد کې په امريکايي پوځي اډه کې اورلګېدلى او ځواکونو ته يې مالي او ځاني زيان اوښتى دى .
خو د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د طالبانو ادعا نه مني.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن