Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا : د سولې په خبرو کې د نه پرمختګ په صورت کې به د قطر دفتر وتړل شي

کابل ( پژواک د چنګاښ لومړۍ ۹۲ ) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې که دافغانستان دسولې خبرې اترې ناکامې شوې، نو د طالبانو دقطر دفتر به وتړل شي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دغه څرګندونې د چنګاښ په لومړۍ نیټه په قطر کې دیوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه د قطر په پلازمینه کې د (سوریې د  ملګرو) هیوادونو ترنامه لاندې په یوه کانفرانس کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی دي.

له جان کیري سره په دې سفر کې افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبینز هم ملتیا کوي.

د افغانستان دسولې د پروسې د پرمخ وړلو لپاره تیره اونۍ په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو، خو دافغانستان حکومت ددې ددفتر د پرانستې پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې او په غبرګون کې یې له امریکا سره پر امنیتي تړون د خبرو څلورم پړاو وځنډولو.

افغان حکومت په دغه دفتر کې د طالبانو د بیرغ او د (امارت اسلامي) پر لیکلو اعتراض کړی دي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر په یاده خبري غونډه کې وویل ، ټاکل شوې وه، چې په دغه دفتر کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

خو هغه زیاته کړه : (( زه نه پوهیږم د چې د خبرو اترو ځنډیدلې لړۍ به بیا پیل شي که نه.))

نوموړي ګواښ وکړ، که چیرې د سولې خبرې اترې ناکامې شي، د قطر دطالبانو دفتر به بیرته وتړل شي.

جان کیري ویلي : (( که چیرې د طالبانو لخوا د مخکې تګ په اړه کومه پریکړه ونه شوه، نو موږ ددغه دفتر د تړلو په اړه فکر وکړو.))

د طالبانو دقطر ددفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ هم نن په یوه مرکه کې ویلي چې دمګړۍ دوی په دغه دفتر کې له امریکا سره خبرې ځنډولې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.