جلال اباد (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر ډزو د ولايتي شورا د وکيل جاوېد زمان موټر چلوونکى وژل شوى او دوه وروڼه يې ټپي شوي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل جاوېد زمان د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون يې وروڼه په يوه موټر کې روان وو، چې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان وسله والو پرې ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو ډزو کې يې چلوونکى چې د تره زوى يې هم دى، وژل شوى او دوه وروڼه يې ټپيان شوي دي.
د خوګياڼو يو شمېر قومي مشران، د وژل شوي کورنۍ او لسګونو نور کسان نن د وژل شوي تن جسد د احتجاج په توګه جلال ابا ښار ته راوړى و.
د خوګياڼو قومي مشر حاجي امان خيري د ننګرهار والي ګل اغا شېرزی همدا راز د خپلسرو وسلو پر وېش تورنوي او له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي، چې د دغه کار په تړاو عملي اقدام وکړي.
هغه زياته کړه، چې د خوګيانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان جان محمد له خوا د عامو خلکو پر وژلو او ځورونو لاس پورې کړ ى دى.
د امان خيري په وينا، پرون د جمعې په مازديګر يې دوه ورېرونه د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان په ډزو ټپيان کړي او موټر چلوونکى يې وژلى دى.
نوموړى وايي چې، دغه بريد د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان جان محمد له خوا شوى چې پخوا يې هم دغلته بې ګناه خلک وژلي او حرفوي قاتل ګڼل کېږي.
د خوګياڼو دغه قومي مشر د ننګرهار والي ګل اغا شېرزی د دې ستونزو لامل بولي او نوموړی د خپلسرو وسلو پر وېش تورنوي.
د خوګياڼو ولسونو همدا راز له مرکزي ادارې غوښتنه کوله چې د يادې ولسوالۍ څخه دې د سيمه ييزو پوليسو په جامه کې حرفوي قاتلين وباسي.
دوى ګواښ وکړ، که دا غوښتنې يې ونه منل شي، د خوګياڼو قوم به په جګړې پيل وکړي او غره ته به وخېژي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي په خوګياڼو کې رامنځته شوې پېښه تاييدوي او زياتوي چې سيمې ته يو پلاوى استول شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په خبره دغلته سيمه ييزو پوليسو ته وسلې په رسمي ډول سپارل شوې دي.
د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو ياد قوماندان د جاوېد زمان د تره زوى دى، خو دوى يې په اړه څېړنې پيل کړي دي.