Language

امريکايي سوداګرو په بلخ کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده

مزارشريف (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوولين وايي، چې يو شمېر امريکايي سوداګر په مزارشريف کې پانګونې ته لېوالتيا لري.

د بلخ د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي د غبرګولي په ۲مه د بلخ ولايت په مقام کې د سوداګرو غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په مرسته د دغه هېواد يو شمېر سوداګر مزارشريف ته د پانګونې په موخه راغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه سوداګرو په بلخ ولايت کې د شمال زون له سوداګرو سره په شريکه د کرنې، لاسي صنايعو او کانو په برخو کې د پانګونې لېوالتيا وښوده.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې د شته سوداګريزو چارو په اړه راغلو امريکايي سوداګرو ته د دغه ولايت په اړه معلومات هم وړاندې شول.

ارش وويل، چې په دغه ولايت کې د کرنې، لاسي صنايعو او کانو په برخو کې سوداګرو يو څه پانګونه کړې؛ خو دې ته اړتيا ليدل کېده، چې دغه پانګونه د سترو بهرنيو سوداګرو له خوا د شراکت له لارې لا پسې غښتلې شي.

نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د شته امنيت حيرتان بندر، پر مختللي هوايي ډګر، له ترکمنستان سره د رېل کرښه او له تاجکستان سره د رېل د کرښې د جوړېدو د چارو پيل، هغه اسانتياوې دي، چې په دغه ولايت کې د پانګونې لپاره يوه سوداګر ته زړه ورکوي.

د هغه په وينا، امريکايي سوداګرو د بلخ له سوداګرو سره د شريکې پانګونې هوکړه وکړه، خو د کار د پيل لپاره يې د وخت غوښتنه وکړه.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وويل، که چېرې امريکايي سوداګر له شمال مېشتو افغان سوداګرو سره په مزارشريف کې په ګډه پانګونه وکړي؛ نو لرې نه ده، چې د دغه ښار تر څنګ به د ټول افغانستان په سوداګريزو او اقتصادي چارو مثبت اغېز وښندي.

نوموړي زياته کړه، چې دلته به د کرنيزو توکو لپاره فابريکې جوړې شي، د صنايعو په برخه کې به د خوراکي توکو فابريکې جوړې شي او د معدن په بر خه کې به پانګونه وشي، چې د دولت تر څنګ به يې ولس ته هم نېغه ګټه ورسېږی.

د بلخ ولايت سوداګر حاجي اسماعيل وويل، چې سوداګري کوم سرحد نه لري، افغانستان دې ته اړتيا لري، چې د نورو ملکونو سوداګرو ته د پانګونې زمينه برابره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم د افغانستان ډېری سوداګريز زېرمې همداسې پرتې دي، چې د معمولي پانګونې له امله به ښه اقتصادي اغېز پرې باسي.

هغه د بېلګې په توګه د سمنټ د فابريکې يادونه وکړه، چې خام مواد يې په افغانستان کې ډېر دي، خو ولې د اړتيا وړ سمنټو توليد نه لري.

حاجي اسماعيل وويل، دغه ډول ډېرې برخې دي، چې هره ورځ ميليونونه افغانۍ يې له لارې له افغانستانه بهر وځي، چې بايد د نړيوالو سوداګرو په ملتيا يې مخه ونيسو.

Related Topics