کابل (پژواک٤چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي امنيت د عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان شوي او درې نور نيول شوي دي.
د قره باغ يوې باوري سرچينې د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د سبزسنګ په سيمه کې د عملياتو پرمهال رامنځ ته شوې ده.
د ده په وينا، د عملياتو پرمهال په يوه کور کې ٦ وسله وال راټول شوي وو او غوښتل يې چې په کابل کې د ورانکارو بريدونو پلان جوړ کړي.
سرچينه زياتوي، په دې نښته کې، چې د ملي امنيت يو کارکوونکى هم ټپي شوى، يو شمېر لاسي بمونه او ٦ کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک سره په اړيکه کې په دغو عملياتو کې د خپلو کسانو وژل تاييد کړل، خو دعوه يې وکړه، چې په دې پېښه کې يې د ملي امنيت لس ځواکونه هم وژلي دي.