مزارشريف (پژواک ٤چنګاښ، ۹۲): سويډن د راتلونکو لسو کلونو لپاره په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د ۱،۲ ميليارده امريکايي ډالرو د لګولو تصميم لري.
د سيمې په کچه د سويډن هېواد د سيداSida (Swedish International Development Cooperation Agency) ايجنسي عمومي مشرې مېرمن چارلوټ پټري Charlotte Petri Gornitzka د چنګاښ په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان راتلونکي سياسي بدلونونه به د دوی پر مرستو اغېز ونه کړي.
نوموړې افغانستان ته يې په خپل لومړي سفر کې، په مزارشريف کې خبري ناستې ته خبرې کولې، زياته کړه، چې دوی به د تېرو کلونو په څېر له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.
د هغه په وينا، دمګړۍ سيدا ايجنسي د افغانستان د لس کلن ملاتړ په موخه په ستراتيژي کار کوي، چې لا نه ده بشپړه شوې.
مېرمن چارلوټ وويل، چې د يادې ستراتيژي له مخې به سويډن په راتلونکو لسو کلونو کې له افغانستان سره ۱،۲ميليارده امريکايي ډالر مرسته وکړي.
نوموړې زياته کړه، دوی په افغانستان کې په عمومی توګه په دوه برخو کې، لومړی ديموکراسي او د بشر حقونه او دويم پوهنې په برخه کې کار کوي.
د هغې په وينا، په راتلونکو لسو کلونو کې به هم د ښځو د حقونو د ملاتړ تر څنګ په يادو برخو کې د افغانستان ډېر ملاتړ وکړي.
همداراز د ځوانانو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د دندو د پيدا کېدو په برخه کې به د دوی هڅې خورا ګړندۍ وي.
مېرمن چارلوت، که څه هم د راتلونکو ټاکنو روڼيتا او په پايله کې يو شفاف حکومت د افغانستان تضمينوونکى اړخ وګاڼه؛ خو زیاته يې کړه، چې دا او دې ورته سياسي بدلونه به د دوى په مرستو ژور اغېز ونه لري.
نوموړې زياته کړه، دوی په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ، د مدني ټولنې د پرمختګ او د مطبوعاتو ازادۍ ته هيله من دي.
د هغې په وينا، ادراي فساد هم د ځينو چارو د ټکنيتوب لامل کېدی شي؛ خو دوی به هڅه کوي، چې خپله مبارزه روانه وساتي.