Language

کندهار کې د ښځينه لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

کندهار ښار (پژواک ٤ چنګاښ ٩٢): په کندهار کې د ښځو چارو رياست د دغه ولايت په اطلاعاتو فرهنګ رياست کې ښځينه لاسي صنايعو ته د بازار موندنې په موخه د يادو توکو نندارتون پرانيست.

د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، دغه نندارتون چې نن (د چنګاښ څلورمه) پرانيستل شو، درې ورځې به دوام وکړي.

د ياد نندارتون د پرانيستلو پر مهال د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ وويل، چې د کندهارۍ مېرمنو په لسګونه قلمه په لاس جوړ شوي توکي د نندارې او پېرلو لپاره اېښودل شوي دي.

هغې زياته کړه، چې د دغه نندارتون د پرانيستلو موخه دا ده، څو خلکو ته د کندهارۍ مېرمنو کاري وړتيا په ډاګه او د هغو لاسي توکو ته د بازار موندنې زمينه برابره کړي.

نوموړي دغه راز وويل، دوى به بيا هم د لاسي صنايعو د پرمختګ او بازار موندنې لپاره کار وکړي خو په دې برخه کي د کندهار له سوداګرو غواړي چې د مېرمنو د لاسي توليداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې له دوى سره مرسته او همکاري وکړي.

د يادوني ده، چې غالۍ اوبدل، خامکي غاړې، جال بافي ا و داسي نور د مېرمنو په لاسي توليداتو کې شامل دي.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د حرفوي زدكړو له کورس څخه ١٣٠تنه ښځې او نارينه فارغ شول.

د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، يادو زده کوونکو، چې ۶۰ تنه يې ښځينه او ۷۰ نارينه دي، د شپږو مياشتو په موده کې د بېلابېلو حرفو په برخه کې زده کړې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، هغوى اوس کولى شي له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې له منځه يوسي.

 

Related Topics