کابل ( پژواک ٨ چنګاښ ٩٢ ) : د ملي دفاع وزارت د امريکا دسيګار ادارې هغه راپور رد کړ، چې پکې له روسيې څخه افغان ځواکونو ته د چورلکو نه اخيستو خبره شوې وه.
د امريکا دفاع وزارت لس ورځې مخکې اعلان کړى و، چې له روسي ((روزو بورون اکسپرت)) په نوم شرکت سره يې د ٥٥٤ ميليونه ډالرو په ارزښت د ٣٠ (Mi-17s) چورلکو د پېرلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
خو د افغانستان لپاره د امريکا د څار د عمومي ادارې (SIGAR) په خپل نوي راپور کې، چې پرون (د چنګاښ ٧مه) خپور شوى، راغلي، چې د دغو چورلکو د پېرلو په صورت کې به افغانان ونه شي کولاى دغه چورلکې وکاروي او ويې ساتي.
د دغه ٤٠ مخيز راپور له مخې، چې افغان هوايي ځواکونه د مسلکي انساني ځواک په برخه کې د وړتياوو له کموالي سره مخ دي.
د ملي دفاع وزارت دسيګار ياد راپور د ځينو لاملونو له امله رد کړى دى.
ددغه وزارت د ويندوى له دفتر څخه د چنګاښ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه د ځان بسياينې پر لور روان دي او په دې وروستيو کې دټول افغانستان امنيت او د عملياتو مشري هم پر غاړه لري.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې دافغانستان پيلوټان د روسي اېم اى ١٧ ډوله چورلکو دساتلو او کارولو بشپړ مهارت لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې په هر ډول جوي حالاتو کې د عملياتو پر مهال ترې ګټه پورته کوي.
سرچينه کاږي، له ٢٠٠٥ زېږديز کال ورسته چې امريکايي روزونکي له افغان پيلوټانو او انجنيرانو سره کار کوي، د افغان پيلوټانو او انجنيرانو مهارتونه له پخوا څخه ډېر ښه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ،چې د امنيت تر لېږد وروسته افغان ځانګړي ځواکونه په ډېره ښه توګه د اېم اى ١٧ ډوله چورلکو په وسيله عمليات ترسره کوي.
دفاع وزارت ويلي : (( موږ په کافي اندازه د چورلکو پيلوټان لرو، په شينډنډ کې د ځوانو پيلوټانو روزنه هم روانه ده ، دغه راز له هېواده بهر هم ګڼ شمېر پيلوټان تر روزنې لاندې دي.))
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن