مزارشريف (پژواک ٩ چنګاښ ۹۲): په مزارشريف کې د شمال زون د پنځو ولايتونو په کچه د سولې او عدالت په نامه د دوه ورځني سيمنار ګډونوال وايي، چې د اداري فساد مخنيوی عام خلک نه، بلکې دولت يې بايد وکړي.
دغه سيمنار، چې د “ودان افغانستان” دفتر له خوا جوړ شوی و، له يادو ولايتونو څخه په کې د بېلا بېلو قومونو د لسګونو قومي مشرانو د يو شمېر سيمه ييزو شوراګانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.
د “ودان افغانستان” دفتر کارکوونکي او د دغه سيمينار تنظيموونکي زمري احمدزي د چنګاښ په ۹مه، د سيمينار په پای کې خبريالانو ته وويل چې په دغه کنفرانس کې د اداري فساد، د ښځو او ماشومانو حقونو، د خپلو سيمو په کچه د شخړو د هواري او په دغه ډول نورو برخو کې معلومات ورکړل شول.
د ياد کنفراس موخه دا ده، چې د کنفرانس ګډون کوونکي به خپلو سيمو ته له ستنېدو سره سم له عامو خلکو سره د يادو حقونو او ستونزو په اړه خپل معلومات شريکوي.
د دغه سيمينار ګډونوال او د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بشر د حقونو او اداري فساد پر وړاندې له ټولو ستره ستونزه د خلکو بې خبري ده.
نوموړي زياته کړه، ورته غونډې او پروګرامونه د دې لپاره هم ښه دي، چې د شوراګانو له لارې عامو خلکو ته د اداري فساد د اساسي زيانونو په اړه خبر ورکړل شي.
مولوي نورمحمد وويل: ((زموږ په ولايت کې هم فساد شته، له محاکمو واخله تر عادي دولتي ادارې پورې په فساد ککړې دي.))
نوموړي زياته کړه، چې له لوړوپوړو چارواکو څخه تر ټيټو چارواکو پورې ټول په فساد کې ښکېل دي او څوک نه ويني، چې د دغه فساد مخه ونيسي.
د هغه په وينا، د اداري فساد اصلي سرچينه عام خلک نه، بلکې دولت دی چې بايد د دغه ناوړه عمل مخه ونيسي.
د جوزجان ولايت اوسېدونکي محمدعالم پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې په ياد سيمينار کې د اداري فساد، د بشر حقونو او نورو برخو په اړه ډېر څه زده کړل، چې په خپله سيمه کې به يې له عامو خلکو سره شريک کړي.
نوموړي هم وويل، چې د فساد اصلي ريښې په عام ولس کې نه، بلکې په دولت کې دي، چې بايد دولت يې مخنيوی وکړي.
د د ياد سيمينار تنظيموونکي زمري احمدزي وويل، چې دغه ډول سيمينارونو يې د هېواد په نورو مرکزي ولايتونو کې هم جوړ کړي، چې ښې پايلې لرلې دي.