کابل ( پژواک ۱۱ چنګاښ ۹۲ ) د بګرام له زندان څخه درې پاکستاني بندیان خوشې او ددغه هیواد مسوولنیو ته سپارل شوي دي.
بي بي سي د پاکستانیو امنیتي سرچینو په حواله د چنګاښ په ۱۱مه، خبر ورکړی چې دغه بندیان پاکستانیو امنیتي ځواکونو د نورو تحقیقاتو لپاره نامعلوم ځای ته لیږدولي دي.
امنیتي سرچینو ویلي چې دغه درې بندیان په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې دامریکایي او ایساف ځواکونو د جاسوسۍ او ددوی معلومات القاعدې ته د رسولو په تور نیول شوي وو.
سرچینې زیاته کړه چې یاد کسان له تیرو شپږو کلونو راهیسې په بګرام کې بندي وو او امریکايي ځواکونو له دوی څخه پلټنې کولې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په خوشې شویو کسانو کې دوه د پنجاب او یو یې د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابې سیمې اوسسیدونکی دی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري ددې کسانو له خوشې ناخبري ښودلې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې اوس هم شاوخوا ۷۰ پاکستانیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP