Language

 کندهار-کابل (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٢): د کندهار پوهنتون د کرنې له پوهنځي ٥٥ محصلينو د زده کړو تر بشپړېدو وروسته د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فراغت ليکونه ترلاسه کړل.

په فراغت غونډه کې چې د چنګاښ په ١٥مه جوړه شوې وه، د پوهنتون د مشرتابه هيئت ترڅنګ سلګونه محصلينو، ښوونکو، د دولتي ادارو استازو او د ولايتي شورا غړو برخه اخيستې وه.

د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل فارغينو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل، چې د ياد پوهنځي محصلينو د مالدارۍ، د نباتاتو ژغورنې او اګرانومۍ په برخو کې زده کړې کړې او نن خپل فراغت ليکونه ترلاسه کوي.

نوموړي خوښي وښوده، چې د  کرنې له برخې چې د کندهار او سوېلي حوزې د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو ښه سرچينه ګڼل کېږي، ٥٥ ځوانان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کېږي.

هغه فارغ شوو محصلينو ته په خطاب کي وويل،  چي له خپلو زده کړو په استفادې، په دې برخه کې کار وکړي او د خپل هېواد او ټولنې لپاره د خدمت جوګه وګرځي.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار د سوداګرۍ او  صنايعو رياست  د نوې ودانۍ  د بنسټ ډبره  د والي له خوا کېښودل شوه.

د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو مراسمو کې د کندهار د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ترڅنګ د تجارت او صنايعو رياست رييس اسدالله، د کندهار ښاروالۍ مرستيال  او  د يو شمېر نورو ادارو استازو ګډون کړى و.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې دغه ودانۍ  د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لوري د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړيږي.

هغه زياته کړه،  چې دغه ودانۍ ١٤ کاري دفترونه لري او د رغونې کار به يې د نهو مياشتو په اوږدو کې د يوه سيمه ييز افغاني شرکت له خوا ترسره شي.

ويسا همدارنګه هيله وښوده، چې ياده ودانۍ به په اساسي او معياري توګه جوړه شي او د کار له جريان څخه بايد په صحي توګه څارنه او نظارت وشي څو په وينا يې نوموړې ودانۍ په بنسټيزه توګه جوړ او په اړوند برخه کې ستونزې له منځه يوسي.

د کندهار والي د تجارت او صنايعو او د ښاري پراختيا رياستونو ته وظيفه وسپارله چې د ودانۍ د رغونې له کار څخه پر وخت څارنه او ځان ډاډه کړي، څو يې کارونه له شوي قرارداد سره سم پر مخ ولاړ شي.

بلخوا د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د دوو منځني ښوونځيو د نوو ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوه.

د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر يوې ودانۍ ۱۳۳ زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د وسف جرمن موسسې له خوا ورکول کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې پر بله ودانۍ هم ٦٥ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د ملي پيوستون پروګرام له خوا ورکول کېږي.

دغه راز نن د کندوز ولايت د  مير غلام شهيد د منځني ښوونځي نوې ودانۍ له جوړېدو  وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

سرچينه زياتوي، چې پر دې ودانۍ د المان هېواد له خوا څه باندې ۲۳۷ زره امريکايي ډالر لګښت  راغلى دى.

Related Topics