کابل(پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢):”د ملي اردو د وسايطو د ترميم او د هېواد هوايي ځواک ته دې د تدارک او هوايي ترانسپورټي الوتکو پېرلو پروسه په جدي ډول مخته يوړل شي .”
دا پرېکړه نن د ملي امنيت شورا په غونډه کې ،چې د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه ، تر سره شوه .
د ولسمشرۍ رياست دمطبوعاتي دفتر د هغه خپرپاڼې له مخې ،چې يوه کاپي يې پژواک ته رسېدلې راغلي، چې ياده غونډه نن له غرمې وړاندې په ارګ کې جوړه شوه ، چې د هېواد د امنيتي حالاتو په اړه په کې بېلابېل نظرونه وړاندې شول .
په خپرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په سيمه ييزو پرمختګونو او د هېواد دامنيت او ثبات په بهير يې د اغېزو په اړه بحث وکړ ، دکورنيو چارو او دفاع وزيرانو او همدرانګه دملي امنيت او سيمه ييزو ارګانونو له رياستونو يې وغوښتل، څو په روژه او داختر په ورځو کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره په کلک ډول امنيتي تدابير ونيسي .
ملي امنيت شورا دلوګر د ازرې او ننګرهار د حصارک ولسواليو امنيتي وضعيت دانديښنې وړ وباله او پرېکړه وشوه،چې دهېواد امنيتي او ملکي ارګانونه دې دهمکارۍ له مخې ددغو سيمو د امنيت او ثبات لپاره ګډې هڅې وکړي .
په غونډه کې ټينګار وشو ، چې د ملي اردو لپاره دې وسايط او وسلې ترميم او هوايي قول اردو ته بايد د ترانسپورټي الوتکو دپېرلو په برخه کې جدي کار وشي ، چې د ماليې وزير په دغه برخه کې د پيسو د اړين تخصيص ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پاى کې د هيواد د ملي دفاع وزير وويل ، چې بهرني ځواکونه يې دې ته تيار کړي، چې د زري وسايطو د ويجاړولو پروسه دې ودروي
دفاع وزير يادونه وکړه ، چې د امريکا د متحده ايالاتو مسوولو مقاماتو سره په اړيکه دى او امريکايي لوري په اوصولو کې منلې ، چې د وسايطو د تخريب پروسه دروي .