Language

“حکومت دې له سپريم کمپنۍ د افغاني شرکتونو پور واخلي”

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢): د افغانستان د مدني ټولنو فدراسيون له حکومت څخه وغوښتل، چې پر سپريم شرکت فشار راوړي، څو د افغاني لوجستيکي شرکتونو پاتې ٢٢ ميليونه ډالره ورکړي.

د يادو افغاني شرکتونو چارواکي ادعا کوي، چې يادې پيسې يې د تدارکاتي توکو د لېږد له امله له اتو مياشتو راهيسې پر سپريم پور پاتې دي او نه پوهېږي چې سپريم ولې دوى ته خپلې پيسې نه ورکوي.

سپريم يوه بهرنۍ لوجستيکي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته اکمالات کوي.

د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسيون مشر صديق منصور انصاري نن په کابل کې د دغو شرکتونو له استازو سره په ګډه خبري ناسته کې له حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې له سپريم څخه د يادو پيسو په ترلاسه کولو کې د افغاني شرکتونو ملاتړ وکړي.

انصاري د کابل پر پوليسو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې وړمه ورځ يې “د سپريم شرکت په ملاتړ” د افغان لوجستيکي شرکتونو د چارواکو د سوله ييز لاريون مخه ونيوه او ځينې لاريون کوونکي يې وډبول.

د تېرې شنبې په ورځ لسګونه کسانو د کابل په پلچرخي سيمه کې د لاريون په ترڅ کې د اعتراض په ډول د سپريم شرکت دروازه وتړله او د خپلو حقونو غوښتونکي شول.

انصاري پر دولت نيوکه وکړه، چې د خپلو خلکو غوښتنو ته غوږ نه نيسي.

هغه وايي، که حکومت د دغو شرکتونو ملاتړ ونه کړي، څو له سپريم کمپنۍ خپلې پيسې ترلاسه کړي، نو دوى به په مرکز او ولايتونو کې سوله ييز لاريونونه وکړي.

له سپريم سره په اصل کې د منصور جلال په نوم افغاني شرکت د لوجستيکي توکو د لېږد تړون لري، چې شپږ نور شرکتونه بيا له ده سره تړلي او په مستقيم ډول يې سپريم ته لاس نه رسيږي.

 د منصور جلال شرکت حقوقي سلاکار محمديوسف امين ځاځي په نننۍ ناسته کې وويل، چې د شرکتونو د پيسو سربېره سپريم د ځينو موټر چلوونکو او مزدورانو پيسې هم ځنډولې دي.

دى وايي، چې د سپريم چارواکي په دوبۍ کې اوسېږي او په کابل کې استازى نه لري چې د دوى غوښتنو ته ځواب ووايي.

ځاځي له حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د مدني ټولنو د فدراسيون مشر پر سوداګرۍ وزارت، ايسا ادارې، لويې څارنوالۍ او ځينو نورو اړوند ادارو غږ وکړ ،چې د دغو شرکتونو حقوقي ستونزې حل کړي او مجرم کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

انصاري وويل، چې که دې ستونزې ته بېړنى حل ونه موندل شي،نو په راتلونکي کې به د هر ډول ناخوالو مسووليت د سپريم پر غاړه وي.

د سپريم شرکت د بهرنيو اړيکو مسوولې کاريسا کرولي وړمه ورځ (د چنګاښ ٢٣مه) پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي و، چې دوى له رسمي او مناسبو لارو د دغو ستونزو د هوارۍ لپاره هلې ځلې او اقدامات کوي.