هرات (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د ملي امنيت شورا د سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا ورور د هرات په کرخ ولسوالۍ کې ووژل شو .
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د چنګاښ په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د سپنتا ورور څارنوال احمدولي طاهري نن سهار د يوه ناپېژانده تن له لوري وژل شوى دى.
احمدي زياتوي، څارنوال احمدولي د کرخ ولسوالۍ په بازار کې له حمام څخه د راوتو پر مهال پر ډزو وژل شوى دى.
احمدي وايي، تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي، خو پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس څارنمل ګل احمد رامش هم دا مني، چې د کرخ د څارنوالۍ اداري مدير ولي طاهري وژل شوى دى.
نوموړى زياتوي، چې احمدولي له تېرو لسو کلونو راهيسې د کرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ اداري مدير و.
د ده په وينا، څارنوال طاهري، له حمام څخه د راوتو پر مهال د توپانچې پر ډزو ويشتل شوى دى.
کرخ د هرات له ښاره سوېل لوېديځ لوري ته په ٤٥ کيلومترۍ کې پرته تفريحي سيمه ده.
د ډاکټر سپنتا د ورور احمد ولي د وژنې پړه وسله والو طالبانو په غاړه واخيسته.
له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي د احمد ولي طاهري وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.
دغه څرګندونې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې دي.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر د دغې کړنې د غندنې ترڅنګ ويلي، چې د ډاکټر سپنتا د ورور وژل د هغو وژنو لړۍ ده، چې د بهرنيو استخباراتو له لوري ترسره کېږي او په هغه کې د افغانستان خلک، د دين علما، قومي مخور، دولتي منسوبين او د هغو خپلوان وژل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن