کندز( پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٢) د کندز ښار د کابل بندر په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او درې ټپيان شول.
د کندز د ترافيکو مدير سمونوال عبدالغيور د چنګاښ په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل،چې پېښه نن سهار وختي د يو کرولا او هينو موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوه.
نوموړى واىي،په پېښه کې د کرولا موټر چلوونکى او دوه سولي مړه او درې نور سورلي يې ټپيان شوي دي، د ده په خبره،چې ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
هغه زياتوي، کرولا موټر سهار وختي کابل ته روان و،چې د کندز د حوزوي روغتون تر مخ له هينو موټر سره ټکر شو.
د ترافيکو د مدير په وينا،د هينو موټر چلوونکى ګرم پېژندل شوى،چې د ټکر پر مهال د پوليسو له لورې ونيول شو او اوس ترې پوښتنې روانې دي.
نوموړي د پېښې اصلي لامل د چلوونکو بې احتياطي وبلله او زياته يې کړه،چې ښاري سړکونه هم معياري پراخوالى نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP