Language

مزارشريف ( پژواک،٣٠چنګاښ٩٢):  په کابل کې د امريکا سفارت مسوولين وايي، چې دوی هېڅ فکر نه کوی، چې له افغانستان سره دې امنيتي تړون لاسليک نه شي.

په کابل کې د امريکا سفارت د اړيکو او د عامه د يپلوماسي مسوولې مېرمن ماشا هميلتون نن په مزراشريف کې د چنګاښ په ٣٠ مه، Masha Hamiltun خبري ناستې ته وويل، چې امريکا له افغانستان سره قوي اړيکې لري او غواړي چې لا پسې قوي شي.

نوموړې د امنيتي تړون په اړه زياته کړه، چې د دغه تړون چارې روانې دي او د دوی له لوري پکې کوم وروسته والی نه دی شوی.

د هغې په وينا، هر مهال چې افغان دولت پر امنيتي تړون خبرې کول پيلوي، دوی هم چمتو دي.

خو هميلتون وويل، چې د امنيتي تړون ځينې تخنيکي اړخونه بشپړېدل غواړي، چې وخت ته اړتيا لري.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا په افغانستان کې خپل سرتېري صفر کوي، زياته کړه، چې که امنيتي تړون لاسليک نه شي؛ نو بيا به د سرتېرو په صفر کولو تصميم نيول کېږي.

خو د هغې په وينا، دوی د امنيتي تړون د خبرو په اړه ډاډه دي او يقين لري، چې پرمختګ به کوي.

په کابل کې د امريکا سفارت د اړيکو او عامه ديپلوماسۍ مسوولې هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې امريکا د افغانستان د تجزيه کېدو لپاره هڅې کوي.

نوموړې زياته کړه، چې دوی د ځواکمن افغانستان لپاره قرباني ورکړې ده او هڅه کوي، چې افغانستان ځواکمن وي.

هغې په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو په اړه وويل، چې د قطر دفتر د طالبانو د خپلمنځي ستونزو له امله تړل شوی ، چې امريکا پکې کوم رول نه لري.

هميلتون وويل، امريکا په دې ټينګار کوي، چې د سولې خبرې د افغان دولت او طالبانو تر منځ پر مخ لاړې شي او دوی يې ملاتړ هم کوي.

نوموړې زياته کړه، چې دوی له ۲۰۱۲ کال وروسته له طالبانو سره هېڅ نېغې خبرې نه دي کړي.

هغې د افغانستان راتلونکې ټاکنې د دغه هېواد د راتلونکي لپاره مهمې وګڼلې .