جلال اباد (پژواک٣٠چنګاښ٩٢): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، چې نن سهار لس بجې په مهمندرې ولسوالۍ کې يوه پوليسه ووژل شوه.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پوليسه، چې فرمينه نومېده، نن سهار د مهمندرې ولسوالۍ په لاندې باسول سيمه کې ووژل شوه .
د والي وياند زياتوي ،چې فرمينه هغه وخت تر بريد لاندې راغله ، کله چې يې غوښتل له خاوند او د کور له نورو غړيو سره د خسرګنۍ له کور څخه خپل کور ته لاړه شي.
د مهمندرې ولسوال عيسى خان ځواک پژواک ته وويل، چې په پېښه کې يواځې فرمينه تر بريد لاندې راغلې او د کورنۍ نورو غړو ته يې زيان نه دی اوښتی .
د معلوماتو له مخې ، فرمينې د جلال اباد ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې دنده ترسره کوله.
د فرمينې د وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده ،چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې دا ډول پيښه نه وه رامنځته شوې .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP