کابل(پژواک،٣١چنګاښ٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې له امريکاسره په دې شرط امنيتي تړون لاسليکوي، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت، د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د یو موټي افغانستان د ځواکمنۍ لامل شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ولسمشر حامدکرزي دغه خبرې نن د امریکا د پوځ له لوی درستیز جنرال مارټن ډيمپسي سره، چې په رسمي سفر کابل ته راغلى دى، وکړې.
دغه کتنه نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړې.
په کتنه کې حامدکرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ،چې د افغانستان خلک په هېواد کې له اوږدې جګړې او ناخوالو وروسته په ډیرې لېوالتیا سره غواړي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
ولسمشر کرزي زياته کړې، افغانان د خپلې دغې هیلې د ترسره کېدو لپاره دې ته چمتو دي، چې د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، خو په دې شرط چې دغه تړون په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت، دامنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د یوموټي افغانستان د ځواکمنۍ لامل شي.
وروسته له هغه چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستل کېدو د څرنګوالي پر سر د افغانستان او امريکا اړيکې خرابې شوې او پر امنيتي سند خبرې وځنډېدې، افغانستان ته د امريکايي لوړپوړي چارواکي دغه لومړى سفر دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ په کابل کې د امريکا سفارت د اړيکو او دعامه ديپلوماسي مسوولې مېرمن ماشا هميلتون Masha Hamiltun د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې دخبري ناستې پر مهال وويل، دوی هېڅ فکر نه کوی، چې له افغانستان سره دې امنيتي تړون لاسليک نه شي.
نوموړې زياته کړې وه، چې د دغه تړون چارې روانې دي او د دوی له لوري پکې کوم وروسته والی نه دی شوی.هر مهال چې افغان دولت پر امنيتي تړون خبرې کول پيلوي، دوی هم چمتو دي ، خو ويې وويل، چې د امنيتي تړون ځينې تخنيکي اړخونه بشپړېدل غواړي، چې وخت ته اړتيا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP