مزارشريف (پژواک ٢ زمرى ۹۲): د بلخ امنيتي مسوولين وايی، د تېر کال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د بېلا بېلو جرمونو کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.
دغه څرګندونې د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس د زمري په ۲مه، د موټرو د غلا د يوه وسله وال بانډ د نيونې په اړه د خبري ناستې پرمهال وکړې.
د ده په وينا، په بلخ ولايت کې د عامو خلکو د ملاتړ او د افغان ځواکونو د مسلکي چلند له امله له ترهګريزو جرمونو سربېره د بېلابېلو جرمونو کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.
خو نوموړي په دې هکله د کره شمېرو په اړه معلومات وړاندې نه کړل.
نوموړي زياته کړه، د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو څانګې د تېرې اونۍ په ترڅ کې د موټرو څلور تنه غله نيولي ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د بلخ ولايت په اړوندو سيمو کې د بانډ په توګه د موټرو په غلاوو کې لاس درلود.
د هغه په خبره، له نيول شويو غلو څخه د شويو څېړنو په ترڅ کې له تېرو دوو کلونو د دوی له خوا غلا شوي اووه موټر هم ترلاسه شوي دي.
احساس وويل، د تېر کال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله د سږکال په لومړيو څلورو مياشتو کې د ترهګريزو بريدونو احتمال خورا کم شوی دی.
هغه زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې د بلخ د مرکز مزارشريف ښار په ګډون د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو په ګومارنه د خلکو ملاتړ له افغان ځواکونو سره ډېر شوی دی.
امنيه قوماندان وويل، چې امنيتي ځواکونه دمګړۍ د بلخ په ځينو ولسواليو کې د سړک غاړې ماينونو له ګواښ سره يو څه مخ دي، چې د عامو خلکو په ملاتړ يې د مخنيوي هڅې روانې دي.
نوموړي وايي، همداراز د روان کال په اوږدو کې د ملي اردو او ملي امنيت په مرسته ملي پوليسو يو لړ چاڼيز عمليات هم تر سره کړي، چې د حالاتو په سمون کې يې مرسته کړې ده.
د هغه په وينا، په ولسواليو کې د ټاکنو د کارتونو د مرکزونو پرانيستې ته هم پوره چمتووالی لري او هيله من دي، چې دغه پروسه به په ښه توګه پر مخ لاړه شي.
سالم احساس وويل، په عمومي توګه د تېرو ټاکنو په ترڅ کې، چې د بلخ کومې ولسوالۍ له امنيتي پلوه د لوړې کچې ګواښ سره مخ وې، په اوس وخت کې يا هېڅ مخ نه دي او يا هم د ګواښ کچه يې خورا ټيټه ده.